د لاس رسي وړ اتصالات

روانه میاشت له ایران څخه څه باندې ۲۲زره افغان کډوال هیواد ته ستانه شوي


د طالبانو حکومت د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وايي، په روانه میاشت کې ۲۲۳۴۰ افغان کډوال له ایران څخه په زور ایستل شوي او یا پخپله خوښه هیواد ته ستانه شوي دي.

د کډوالو چارو وزارت نن پنجشنبه اپرېل اوومه (وري ۱۸) ویلي چې تېره ورځ ۲۹۶۳ افغان ډوال له ایران څخه د نیمروز بندر له لارې په زور او داوطلب ډول هیواد ته ستانه شوي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس له دغه کډوالو څخه ۲۲۶۱ په زور له ایران څخه ایستل شوي او ۷۰۲ تنه پخپله خوښه هیواد ته ستانه شوي دي.

د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو په اساس د تیرې سې شنبې (وري ۱۶مه) هم له ایران څخه ۴زره ۸۹۶ کډوال له ایران څخه په زور او داوطلب ډول هیواد ته ستانه شوي دي.

له دغه کډوالو څخه ۴۳۹۹ په زوره له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي او ۴۹۷ نور په داوطلب توګه هیواد ته ستانه شوي دي.

دغه وزارت ویلي یاد افغان کډوال چې ښځې، ماشومان او نارینه پکې شامل دي هم د نیمروز بندر له لارې هیواد ته ستانه شوي دي.

د طالبانو حکومت د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت همدارنګه ویلي چې د روانې وري میاشتې له شپږمې نېټې څخه بیا د همدې میاشتې تر ۱۲ نېټې پورې له ایران څخه د هرات د اسلام قلعه بند له لارې ۱۴زره۴۸۱ افغان کډوال په زور «جبر» او داوطلبانه ډول هیواد ته ستانه شوي دي.

دغه وزارت ویلي چې له یاد شمېر کډوالو څخه ۴۸۶۲ یې په زور او ۷۸۰۴ نور په داوطلب ډول هیواد ته ستانه شوي دي.

د طالبانو حکومت د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت زیاتوي چې هیواد ته په ستنو شوو کډوالو کې ښځې، نارینه او ماشومان هم شامل دي.

د طالبان حکومت د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت زیاتوي چې هیواد ته له ستنو شوو کډوالو سره په نیمروز او هرات ولایتونو کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارو لخوا مرستې هم شوي دي.

په دې وروستیو کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا (UNHCR) له افغانستان څخه د اقتصادي ستونزو له امله د کډوالۍ زیاتوالې په اړه خبرداری ورکړی و او ویلي و چې تیر میلادي کال څه کم ۵۰۰زره کسان له افغانستان څخه ایران ته کډوال شوي دي.

ایران پر داسې مهال د افغان کډوالو ایستلو هڅې زیاتې کړي دي چې په دې وروستیو کې یو شمېر افغان کډوالو په هغه هیواد کې د ایراني پولیسو د چلند په اړه شکایتونه کړي دي.

هغوی همدارنګه ویلي چې افغان کډوال تر نیولو وروسته د افغانستان پولو ته تر استولو مخکې په هغه هیواد کې «په ډېر خراب او چټل» ځایونو کې ساتل کیږي او ایراني چارواکي له هغوی سره ناوړه چلند کوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو په اساس په ایران کې ۳.۴میلیون افغان کډوال ژوند کوي چې نژدې دوه میلیون یې په غیر ډول هلته اوسیږي.

په ایران کې پر روحاني شخصیت برید

د طالبانو حکومت د ایران په مشهد ښار کې پر یو روحاني برید غندلی او وايي چې یاد برید په افغانستان او افغانانو پوري اړه نلري.

ذبیح الله مجاهد تیره شپه اپريل شپږمه (وري ۱۷) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې «اسلامي امارت» په ایران کې پر عبادت ځای او روحانیونو برید غندي.

ایراني چارواکو د سه شنبې په ورځ اپریل پنځمه‌ (وري ۱۶) وویل چې یوه کس ددغه هیواد په مشهد کې د امام رضا په زیات کې د چړې په واسطه یو روحاني وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي‌ دي.

د ایران د تسنیم خبري‌ اژانس نن چهارشنبه راپور ورکړ چې بریدګر عبدالطیف مرادي نومېږي‌، اوزبیک دی او له پاکستان څخه ایران ته تر داخلېدو وروسته د مشهد د مهرا اباد سیمه کې اوسېده.

XS
SM
MD
LG