د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: مسکو کې د افغانستان سفارت د طالبانو دیپلومات ته وسپارل شو


‏د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي نن شنبه اپریل ۹ (وري ۲۰) په مسکو کې د افغانستان سفارت د هغوی دیپلومات ته وسپارل شو.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر یو ټویټ لیکلي چې د طالبانو حکومت د هغوی استازي ته د باور لیک د ورکولو له امله د روسیې له حکومت څخه مننه کوي.

ښاغلي بلخي ویلي په دې کار سره په هغه هیواد کې د افغانستان سفارت د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په تامين ‏او په روسيه کې مېشتو هېوادوالو ته پر وخت خدماتو وړاندې کولو کې خپل رول لوبولی شي.

که څه هم د طالبانو حکومت تر اوسه د نړۍ د هیڅ هیواد له خوا په رسمیت پيژندل شوی ندی خو پر هغه هیواد واکمنانو د نړیوالې انزوا د ماتې لار پیدا کړېده، له ګاونډیو او نورو هیوادونو سره یې دیپلوماتیکې اړیکي رامنځ‌ ته کړي او رسمیت پيژندلو ته سترګي په لار دي.

په وروستیو میاشتو کې حد اقل څلورو هیوادونو چین، پاکستان، روسیې او ترکمنستان د طالبانو دیپلوماتان منلي دي. که څه هم واک ته د طالبانو له رسیدو څخه د اتو میاشتو په تیریدو دغو هیوادونو په رسمیت د طالبانو له پيژندلو ډډه کړې ده.

تیره میاشت روسیه وروستی هیواد شو چې له طالبانو سره یې دیپلوماتیکې اړیکي رامنځ ته کړي. مسکو د جمال ناصر غروال په نامه د طالبانو یو دیپلومات ته په هغه هیواد کې د افغانستان د شارژدافیر په توګه اعتبار لیک ورکړ.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخروفا د چهار شنبې په ورځ وویل:"موږ دا د بشپړو دیپلوماتیکو اړیکو په طرف یو ګام بولو."

که څه هم میرمن زاخروفا وویل "په رسمیت د طالبانو د پيژندلو په اړه خبري" له وخته مخکې دي.

په واشنګټن کې ددې اقدام هرکلی ندی شوی، چارواکي په دې باور دی چې دا طالبانو ته غیر مناسب مشروعیت ورکوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند وایي چې متحده ایالات او متحدین یې "د طالبانو په وروستیو اقداماتو له هغې جملې د نجونو او میرمنو پر تعلیم او سفر د محدودیتونو د لګیدو له امله سخت اندیښمن شوي دي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د امریکا غږ د پوښتنې په ځواب کې وویل:" اوس ددې وخت ندی چې طالبانو ته د اعتبار ورکولو او یا هم د اړیکو د عادې کیدو لپاره کوم ګام واخیستلی شي. دا اقدام طالبانو ته غلط پیغام استوي."

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو په رسیدو سره امریکا او نورو غربي هیوادونو په کابل کې خپل دیپلوماتیک دفترونه وتړل.

خو هغوی له طالبانو سره یوازې هغه هیواد ته د بشري مرستو د انتقال د سهولت او د طالبانو په سیاستونو کې د نفوذ لپاره خپل اړتباط ساتلی دی.

هغو هیوادونو چې د طالبانو دیپلوماتان منلي په افغانستان کې یې سفارتونه فعال دي.

په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر رونالد نیومن وایي دا د روسیې او یو شمیر نورو هیوادونو اشتباه ده چې د طالبانو دیپلوماتان یې منلي دي ځکه نړیواله ټولنه په یو شمیر برخو کې له طالبانو څخه د همکارۍ غوښتنه کوي.

ښاغلي نیومن وویل:" کله چې هغوی دیپلوماتان ومني نو بیا د فشارونو تاثیر کموي کوم چې وایو نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړئ او تاسې باید د غیر دولتي موسساتو سره همکاري وکړئ چې بیوزلو سره مرسته وکړي او له دې پرته به په رسمیت ونه پيژندل شئ."

دغه امریکایي دیپلومات وایي د بهرني دیپلومات منل په رسمیت له پيژندلو سره مساوي ندی خو طالبان دې ته‌ په هغه شکل نه ګوري.

سهیل شاهین چې ملګرو ملتونو یې په دغه سازمان کې د استازولی وړاندیز ندی منلی امریکا غږ ته ویلي دي چې د چین، ایران، مالیزیا، پاکستان ، قطر، روسیې، سعودي عربستان او ترکمنستان په ګډون کابو لسو هیوادونو د طالبانو استازي منلي دي.

په چین، پاکستان ، روسیې او ترکمنستان کې د افغانستان د سفارتونو د اعلامیو او ددغو هیوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو په وینا، هغوی په رسمي ډول د طالبانو دیپلوماتان منلي دي.

شاهین وویل په ایران، مالیزیا ، او سعودي عربستان کې د افغانستان په سفارتونو کې له پخوا ګمارل شوي دیپلوماتان اوس د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت "لارښونې" تعقیبوي.

افغانستان اوسمهال په ټوله نړۍ کې ۴۵ سفارتونه او ۲۰ قونسلګرۍ فعالي ساتلي چې د اکثرو چارې یې د محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان د پخواني‌ حکومت د دیپلوماتو په مرسته پر مخ وړل کیږي، هغوی د طالبانو له حکومت سره کار کول رد کړي دي.

تیره میاشت په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان سفارت او او په نیویارک او لاس انجلس کې یې قونسلګرۍ وروسته له هغه وتړل شوې چې مالي مشکلاتو سره مخ شول.

XS
SM
MD
LG