د لاس رسي وړ اتصالات

روحاني: غربي هیوادونه دې پر ایران د امریکا د بندیزونو پلوي نکوي


د لوړې په مراسمو سره د جمهور رئیس په توگه د حسن روحاني د واکمنۍ دوهمه دوره پیل شوه
د لوړې په مراسمو سره د جمهور رئیس په توگه د حسن روحاني د واکمنۍ دوهمه دوره پیل شوه

د ایران جمهور رئیس حسن روحاني د جمهوري ریاست د دوهمې دورې د لوړې په مراسمو کې له لویدیځې نړۍ وغوښتل چې پر ایران باندې د امریکا د نویو بندیزونو په هکله دې د متحده ایالاتو پلوي نه کړي.

د ښاغلي روحاني د لوړې مراسم د شنبې په ورځ د اسلامي شورا په مجلس کې د څه دپاسه سلو هیوادونو د استازو په حضور کې پر ځای شول. په دغو مراسمو کې د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسؤلې فدریکا موگریني او د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني هم برخه اخیستې وه.

ښاغلی روحاني په داسې حال کې دغه غوښتنه کوي چې تیره اونۍ د امریکا د متحده ایالاتو، بریتانیا، جرمني او فرانسې استازو د امنیت شورا ته د ٢٢٣١ پریکړه لیک نه د ایران د سرغړونو په اړه یو لیک وسپاره.

د ٢٢٣١ پریکړه لیک پر بنسټ چې د لویدیځو هیوادونو او ایران ترمنځ د اټومي موافقې وروسته تصویب شو، ایران ددې اجازه نه لري چې د بالستیک میزایلو پروگرام ته چې د اټومي وسلو د لیږدولو قابلیت لري دوام ورکړي.

ددې سره سره شاوخوا لس ورځې دمخه د "سیمرغ" په نامه یو راکټ و ازمایه چې فضا ته ستلایت یا مصنوعي سپوږمکی توغولای شي.

حسن روحاني د شنبې په ورځ د جمهور رئیس په توگه خپله دوهمه دوره په داسې حال کې پیل کړه چې د هغه د لومړۍ دورې کارنامې په داخل او بهر کې له نیوکو سره مخامخ دي.

د ځونانو ترمنځ بیکاري په ځانگړې توگه د هغو ځوانانو چې زده کړې یې پای ته رسولي او، په کار پسې گرځي د لومړی درجه انتقادونو څخه دي.

همداشان په بهر کې د انتقادونو عمده مسله د ایران د بالستیک میزایلو پرگرام دی چې د امریکا متحده ایالات او د هغه اروپایي متحدین او همداشان د خلیج عرب هیوادونه یې اندیښمن کړي دي.

د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست مسولې فدریکا موگریني چې د ښاغلي روحاني د لوړې په مراسمو کې یې گډون کړی و، له ځانه سره یې هغه غوښتنلیک هم وړی و چې فعالینو او د بشري حقونو ډلو له ایران نه د سیاسي زندانیانو آزادول غوښتي. په دې لیک کې د امنیت په شورا کې د اټومي ټرون نه د ایران د سرغړونو د دوسیې د بیا پرانستلو په اړه د غربي نړۍ خبرداری هم شته.

په دې ترڅ کې ایران ته د شمالي کوریا د مجلس د رئیس کیم یونگ نام سفر چې ښایي د لوړې د مراسمو وروسته یو څه په ایران کې تم شي، داسې گمان رامنځ ته کړی چې تهران د شمالي کوریا سره د بالستیک میزایلو په برخه کې د نویو همکاريو په لټه کې دی.

XS
SM
MD
LG