د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د امریکا پر ضد د بالمثل اقدام خبرداری ورکړ


د امریکا په کانگرس کې د دموکرات گوند غړي وایي پر تهران باندې تازه بندیزونه د ایران سره د ٢٠١٥ کال د اټومي موافقې خلاف نه دي
د امریکا په کانگرس کې د دموکرات گوند غړي وایي پر تهران باندې تازه بندیزونه د ایران سره د ٢٠١٥ کال د اټومي موافقې خلاف نه دي

د ایران جمهور رئیس حسن روحاني د چهارشنبې په ورځ وویل چې که د امریکا د کانگرس له خوا لگول شوي بندویزونه د قانون بڼه ونیسي، تهران به یې په وړاندی غبرگون وښیي.

ښاغلي روحاني دا څرگندونې په داسې حال کړي چې ټاکل شوې د امریکا د سنا مجلس د هغې لایحې په اړه رای گیري وکړي چې له مخې یې پر هغو افرادو باندې تازه بندیزونه لگول کیږي چې د ایران د بالستیک میزایلو په پروگرام کې دخیل دي.

د امریکا د متحده ایالاتو د کانگرس د استازو مجلس د سه شنبې په ورځ پر ایران باندې د نویو بندیزونو لایحې ته رایه ورکړه او بیا یې دا لایحه د سنا مجلس ته واستوله.

ښاغلي روحاني وویل چې "که دښمن د موافقې یوه برخه ماته کړي، مونږ به هم د هغې د یوې برخې نه سرغړونه وکړو. که هغوی ټوله موافقه ماته کړه، مونږ به هم له ټولې موافقې تیر شو."

ښاغلي روحاني همداشان ویلي دي دا مهمه نه ده چې نور د ایران د دفاعي تسلیحاتو په هکله څه فکر کوي "مونږ به هغه نور هم غښتلي کړو".

د امریکا متحده ایالات دغه نوي بندیزونه د نړیوالې ترهگرۍ څخه د تهران د ملاتړ او د میزایلو د پروگرام په وجه لگوي او په نویو بندیزونو کې د ایران پر سپاه پاسدارانو باندې بندیزونه هم شامل دي.

په دې ترڅ کې د کانگرس د دموکرات گوند غړو ویلي دي چې پر ایران باندې تازه لگول شوي بندیزونه د ایران سره د ٢٠١٥ کال د اټومي موافقې خلاف نه دي.

خو د ایران د اټومي پروگرام یو مذاکره کوونکی عباس عراقچي د چهارشنبې په ورځ وویل چې د امریکا د استازو د مجلس له لورې تصویب شوې لایحه ددې هیواد د اټومي موافقې پر پلي کولو اثر کوي.

د ایران په پارلمان کې د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیټې رئیس علاالدین بروجردي ویلي دي چې دوی به د شنبې په ورځ د امریکا د استازو د مجلس له خوا په تصویب شوې لایحې بحث وکړي.

وروسته له څه دپاسه دوو کلونو مذاکراتو په ٢٠١٥ کال کې د ایران او د شپږو ځواکمنو هیوادونو امریکا، بریتانیا، فرانسې، روسیې، چین او جرمني ترمنځ اټومي توافق لیک امضا شو چې ددې موافقې له مخې ایران د خپلو یورانیمو د غني کولو پروگرام بند کړ او په عوض کې یې پر تهران باندې لگول شوي اقتصادي بندیزونه لرې شول.

د موافقې وروسته ایران څو ځلې خپل بالستیک میزایل و ازمایل چې ددې هیواد دغه اقدام د غربي هیوادونو د سخت غبرگون سره مخامخ شو او په پایله کې یې متحده ایالاتو پر تهران باندې نوي بندیزونه ولگول.

XS
SM
MD
LG