د لاس رسي وړ اتصالات

تیلرسن: اټومي تړون د ایران له نورو تخریبي اعمالو پام بلخوا اړولی


تیلرسن وايي د ایران سره اټومي موافقه باید لومړی د امریکایانو او امریکا په گټه وي او د امریکا گټې تامین کړي
تیلرسن وايي د ایران سره اټومي موافقه باید لومړی د امریکایانو او امریکا په گټه وي او د امریکا گټې تامین کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د ایران سره اټومي موافقه ددې سبب شوه چې په سیمه کې د تهران نورو تخریبي اعمالو ته پامل ونه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن وایي د ایران د اټومي موافقې عملي کولو په سیمه کې د هغه هېواد د نورو بې ثباته کوونکو فعالیتونو لکه د بالستیک میزایلو پروگرام، د ترهګرو ننګه، د عراق، سوریې او یمن په کړکیچونو کې رول لوبولو په اړه د خلکو پام بل لوري ته اړولی دی.

ښاغلي تیلرسن د بهرنیو چارو په وزارت کې په داسې حال کې خبرې کولې چې د امریکا او ایران دواړو هیوادونو لوړپوړو چارواکو یو بل د اټومي موافقې نه په سرغړونو تورن کړي دي.

ښاغلی تیلرسن وايي "دا یوه داسې موافقه ده چې باید لومړی د امریکایانو او د امریکا په گټه وي او که هغه دغه گټې په پام کې نه نیسي، نو ولې مونږ هغې ته دوام ورکړو؟"

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي متحده ایالات د خپلو شریکانو بریتانیا، فرانسې، چین، روسیې او جرمني سره په گډه کار کوي چې شرایط په بشپړه توگه تطبیق شي او دا څرگنده شي چې ایا ایران "د موافقې ژمنو او روحیې ته وفاداره دی که نه".

ښاغلي تیلرسن د ایران د اټومي موافقې د مهال ویش سره ناخوښي څرگنده کړې او ویلي یې دي چې ایران د هماغه پیل راهیسې د موافقې نه زیاته گټه اخیستې ده. د هغه په اند پرته له دې چې ایران د خپل اټومي پروگرام د راکمولو په اړه کوم اقدام وکړي، بندیزونه پرې لرې شول.

جمهور رئیس ټرمپ هم ویلي چې که د بندیزونو په اړه تصمیم په ده پورې اړه درلودای، هغه به ایران د اټومي موافقې د یوې برخې نه په سرغړونه ملامت کړی وای.

ښاغلي ټرمپ هم تیره اونۍ د وال ستریت ژورنال ته ویلي دي چې که تصمیم دده کار وای هغه به ایران شپږ میاشتې دمخه سرغړونکی اعلان کړی وای او هغه تمه لري چې په بل فرصت کې به دا کار وکړي.

د ایران شکایتونه

د ایران د پارلمان د رئیس علي لاریجاني او د بهرنیو چارو د وزیر محمد ظریف په گډون ایراني مقاماتو هم د امریکا په اقداماتو انتقاد کړی دی.

ښاغلي لاریجاني ویلي دي چې د امریکا له خوا نوي لگول شوي بندیزونه د ایران او شپږو ځواکمنو هیوادونو ترمنځ د اټومي موافقې نه سرغړونه ده او هیواد یې باید د امریکا د اقدام نه شکایت وکړي چې د واشنگټن او تهران ترمنځ مناقشه حل شي.

تیره اونۍ د امریکا د متحده ایالاتو د سنا مجلس پر دریو هیوادونو ایران، روسیې او شمالي کوریا باندې نوي بندیزونه ولگول.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د امریکا دغه نوي بندیزونه له ایران سره د دښمنۍ په اساس دي.

XS
SM
MD
LG