د لاس رسي وړ اتصالات

ایران وایي یوه پوځي سپوږمکۍ یې فضا ته توغولې


د ایران سپاه پاسداران انقلاب نن د چهارشنبې په ورځ اپریل ۲۲ (غویي ۳) وویل چې د لومړي ځل لپاره یې یوه پوځي سپوږمکۍ په بریالیتوب سره فضا ته استولې ده.

تر اوسه د ایران د سپاه پاسداران دغه ادعا د هیڅ بلې خپلواکې منبع له لورې تائید او یا رد شوې نده، خو پدې اړوند د ایران مخکني ماموریتونه ناکام وو.

د ایران سپاه پاسداران انقلاب ویلي دي چې د «نور» په نامه دغه سپوږمکۍ یې د ایران مرکزي صحرا څخه فضا ته توغولې ده.

فضا ته د پوځي سپوږمکۍ د توغولو په اړه د ایران ادعا پداسې حال کې کیږي چې د امریکا متحده ایالاتو د ایران د سپوږمکیو پر پروګرام انتقاد کړی او ایراني مقامات یې پدې تورن کړي چې ددغو سپوږمکیو نه په استفادې په پام کې لري چې د خپلو بالستیک میزایلو پروګرام نور هم پراخ کاندي چې یوه ورځ وکړای شي اټومي کوپړۍ انتقال کړي.

خو ایراني مقاماتو دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې ددې هیواد اټومي پروګرام د سوله ییزو او غیر پوځي مقصدونو لپاره دی.

د اسوشیتید پرس اژانس وایي تهران چې د کروناویروس په وجه سخت ځپل شوی، هڅه کوي چې د کروناویروس په وړاندې د خپلې مبارزې د اهمیت په ډاګه کولو سره نړیواله پاملرنه پر دې هیواد باندې د امریکا د متحده ایالاتو له لورې لګیدلو بندیزونو ته واړوي.

د کروناویروس تر اوسه څه دپاسه ۵۲۹۰ ایرانیان مړه کړي او پدې هیواد کې څه کم ۸۵ زره کسان پدې ویروس اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG