د لاس رسي وړ اتصالات

فعالان: ایران د مهسا امیني د مړینې د تلین په درشل کې د اعتراض کوونکو ځپلو ته زور ورکړی


فعالان وايي، ایران د مهسا امیني د مړینې له تلین دمخه ځپنه زیاته کړې او مهم شخصیتونه، کمپاین کوونکي او د هغو کسانو خپلوان یې نیولي چې د تېر کال په مظاهرو کې د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر په ۱۶مه د پولیسو په توقیف کې د یوې ۲۲ کلنې کردۍ ایرانۍ مهسا امیني مرګ چې حجاب د مقرراتو څخه د سرغړونې په تور نیول شوی وه، د څو میاشتو لاریونونو لامل شو چې په کې د ایران د اسلامي نظام د ختمولو شعارونه هم ورکړل شوي وو.

د ملګرو ملتونو په وینا د تیر کال په مظاهرو کې د زرګونو کسانو د نیولو وروسته د یو لړ خورو ورو اعتراضونو پرته اوس مظاهرې په پراخه کچه کمې شوې دي. فعالان وایي په سلګونو کسان د امنیتي ځواکونو په ډزو کې وژل شوي وو.

خو له ایران څخه بهر د بشري حقونو کمپاین کوونکي وايي، ایراني مقامات پدې خطر ښه پوهیږي چې ښايي د پراخو مظاهرو د کالیزې په مناسبت نور لاریونونه وشي او وايي امنیتي ځواکونو د تېر مني د پېښو د تکرار د مخنیوي لپاره ځپنه زیاته کړې ده.

په روانه میاشت کې د نیول شویو کسانو په منځ کې نامتو سندرغاړی مهدي یاراهي هم شامل دی. هغه وروسته له هغې چې د یوې سندرې په خپرولو سره یې له ښځو وغوښتل چې د [حجاب] قانون سره د مخالفت لپاره خپل پوړني لرې او سرونه لوڅ کړي.

د بشري حقونو د فعالانو د خبري اژانس (HRANA) په وینا، په ګیلان ولایت کې چې تیر کال د اعتراضونو عمده مرکز و، د ښځو د حقونو ۱۱ فعالانې توقیف شوي دي.

په دې ترڅ کې د بخښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې د غورځنګ د ځپلو په ترڅ کې د وژل شویو کسانو کورنۍ پدې خاطر د "خپلسرو نیولو او توقیف" سره مخامخ دي چې د خپلو عزیزانو د سرنوښت په هکله "چوپتیا" غوره کړي.

په نیویارک کې میشت د ایران د بشري حقونو د مرکز (CHRI) اجرائیوي رئیس هادي قیومي د فرانس پرس اژانس ته وویل: "دا نیول د ایراني مقاماتو یوه ښکاره هڅه ده چې د راتلونکي کلیزې څخه دمخه په خلکو کې ویره رامینځته کړي (او) د نورو لاریونونو مخه ونیسي."

په ورته وخت کې د بخښنې نړیوال سازمان په یو راپور کې ویلي چې د ایران د امنیتي ځواکونو له خوا د وژل شویو قربانیانو کورنۍ په وروستیو میاشتو کې له سپکاوي ډکو پلټنو، خپلسرو نیونو او یا غیر عادلانه محاکمو او محکومیتونو سره مخامخ شوي دي.

د منځني ختیځ او شمالي افریقا لپاره د بخښنې نړیوال سازمان سیمه ییزه مرستیاله ډیانا التاهاوي وايي:"د ایراني چارواکو ظلمونه هیڅ حد نه لري،" هغې دا هم وویل چې د ایران حکومت هڅه کوي "خپل جنایتونه پټ کړي".

د تېر کال په سپټمبر میاشت کې د مهسا امیني له وژل کېدو وروسته، د ایران حکومت د مظاهرو له یوې سترې څپې شاهد و، هغه مظاهرې چې د ایران حکومت "اغتشاش" وبللې او سختې یې وځپلې. دا لاریونونه د ۱۹۷۹ کال له اسلامي انقلاب وروسته د ایران د مشرتابه پر وړاندې یو له سترو ننګونو څخه وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG