د لاس رسي وړ اتصالات

ایرانی جنرال: تهران لا هم د ټرمپ او پمپیو د وژلو هڅه کوي 


د ایران د سپاه پاسداران د فضايي قطعې قوماندان جنرال امیرعلي حاجي زاده
د ایران د سپاه پاسداران د فضايي قطعې قوماندان جنرال امیرعلي حاجي زاده

یو ایراني جنرال خبرداری ورکړی چې هېواد یې لا هم د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د وژلو په لټه کې دی چې د قاسم سلیماني د وژلو غچ واخلي.

تهران په وار وار ویلي چې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو د مشر قاسم سلیماني د وژلو غچ به واخلي چې د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ کې د بغداد هوايي ډګر ته نژدې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

د سپاه پاسداران د فضايي قطعې قوماندان جنرال امیرعلي حاجي زاده د جمعې په ورځ ناوخته په یوه ټلویزیوني مرکه کې وویل: "موږ هیله لرو چې ټرمپ، پومپیو، (پخوانی امریکایي جنرال کینیټ)، مک کینزي او هغه پوځي قوماندانان ووژنو چې د سلیماني د وژلو امر یې کړی و".

د متحده ایالاتو پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په عراق کې د متحده ایالاتو پر ګټو د یو شمیر بریدونو چې د هغه حکومت یې پړه پر ایران اچولې وه، په وړاندې یې د غبرګون ښودلو امر کړی و.

د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د جنرال قاسم سلیماني د وژل کیدو څو ورځې وروسته، ایران په عراق کې پر یوه پوځي اډه چې امریکايي پوځیان پکې مېشت وو، د توغندیو برید ورکړ. په برید کې هیڅوک ونه وژل شول خو واشنګټن وویل په لسګونو سرتیري رواني زیانمن شوي.

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو د فضایي قطعې قوماندان حاجي زاده دا څرګندونې پداسې حال کې کړي دغو ځواکونو د کروز توغندي د جوړولو خبر ورکړ او وویل چې دا توغندی ۱۶۵۰ کیلو مټره واټن ویشتلی شي.

متحده ایالاتو او متحدینو یې په وار وار د ایران د بالستیک توغندیو د پروګرام او همدارنګه په منځني ختیځ کې د تهران د "بې ثباته کوونکي" رول په اړه اندیښنه ښودلې ده.

جنرال حاجي زاده په خپله ټلویزیوني وینا کې وویل چې ایران "اوس توانیدلی د ۲۰۰۰ کیلومتره په فاصله کې امریکايي کښتۍ په نښه کړي".

دغه ایراني جنرال زیاته کړه: "موږ د اروپایانو د درناوي لپاره دا حد دوه زره کیلومترو ته محدود کړی او موږ هیله لرو چې اروپایان ځان د دې درناوي وړ وګڼي."

د شنبې په ورځ، د ایران دولتي ټلویزیون د سپاه پاسداران لخوا د "پاوه" په نامه جوړ شویو کروز توغندیو لومړني انځورونه خپاره کړل چې په وینا یې په ۱۶۵۰ کیلومتره واټن کې خپل هدف ویشتلی شي.

ایران ادعا لري چې د توغندیو د پراختیا پروګرام یې یوازې د خپل ځان د دفاع او بریدونو د مخنیوي لپاره دی. دې هیواد د متحده ایالاتو او اروپایي اتحادیې د اندیښنو سره سره، د بالستیک او نورو توغندیو پروګرام پراخ کړی دی.

ایران پداسې حال کې د کروز توغندیو جوړولو خبر ورکړی چې غربي هیوادونه اندیښنه لري روسیې د اوکراین په جګړې کې په ایران کې د جوړو شویو بې پیلوټه یا ډرون الوتکو څخه کار اخیستی.

سره لدې چې ایران وایي مسکو ته یې دا الوتکې په اوکراین د یرغل څخه وړاندې ورکړي خو روسیې د همدې الوتکو څخه په اوکراین کې په بریښنا کوټونو او نورو ملکي زیربناوو بریدونو کې کار اخیستی.

دا رپوټ د فرانس پرس اژانس د خبر په بنسټ جوړ شوی

XS
SM
MD
LG