د ایران پوځ نن سه شنبه فبروري اوومه (سلواغه ۱۸) د ځمکې لاندې د جنګي الوتکو یو داسې مرکز رادبره او څرګند کړ چې د امریکا د متحدو ایالتونو د «سنګر ماتوونکو بمي بریدونو په وړاندې مقاومت» کولای شي.
د ایران دولتي اژانس ایرنا وايي چې دا مرکز «عقاب۴۴» نومېږي او جنګي او بې پیلوټه الوتکې ترې استفاده کولای شي.
د ایرنا اژانس د دغه مرکز تصویرونه او ویدیوګانې خپرې کړې دي، خو دقیق موقعیت یې نه دی ښودلی. راپور وايي چې دا مرکز د غرونو په لړیو کې سلګونه میتره لاندې په ځمکه کې جوړ شوی دی.
د راپور په اساس په مرکز کې دننه د الوتکو د ساتلو ځایونه، د سمندري ځواکونو د تجهیزاتو د ساتلو ځای، د سونګ توکو زیرمې او دا ډول نور امکانات برابر شوي دي.
فرانس پرس هم د ایران د دولتي رسنیو په استناد په دې اړه راپور خپور کړی دی.
د ایران پوځ د دغه هېواد د اسلامي انقلاب د «بري د ۴۴مې کلیزې» د نمانځنې تر مراسمو یوه ورځ مخکې له دغه مرکز څخه پرده پورته کړه.
په خپرو شویو ویدیوګانو کې د ایران د پوځ لوی درستیز جنرال محمد باقري ښودل کېږي چې د دغه مرکز لیدو ته تللی دی.
د ایران پوځ دا مهال «د میګ او سوخوی» جنګي روسۍ الوتکې لري او همدغه راز د «اف-۱۷ په شمول» ځینې چینايي جنګي الوتکې هم لري.
دوی همدغه راز د امریکا متحدو ایالتونو کې جوړې شوې اف-۴ او اف-۵ الوتکې هم لري چې د ایران د پخواني شاهي حکومت د پوځ برخه وې.