د لاس رسي وړ اتصالات

ظریف: په اتومي پروګرام تر خبرو مخکې، امریکا باید بندیزونه لېرې کړي


د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وايي د ۲۰۱۵ اتومي تړون د بیا عملي کېدو لپاره د امریکا متحده ایالتونه باید لومړی ګام واخلي او پر ایران لګول شوي بندیزونه لېرې کړي.

ښاغلي ظریف د یکشنبې په ورځ فبروري ۲۱ (کب۳) ټېنګار وکړ چې تهران به په دې اړه لومړی ګام نه اخلي.

امریکا تېره اونۍ وویل چې غواړي بېرته د ۲۰۱۵ اتومي تړون ته ور وګرځي. دا تړون ایران نه پرېږدي چې اتومي وسلې ولري او په بدل کې یې پر دغه هېواد اکثره نړیوال بندیزونه لېرې کیږي.

د امریکا مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کې له دغه تړون څخه وتلی و او پر ایران یې بندیزونه هم لګولي وو. هغه ویلي وو چې دا تړون د ایران په ګټه دی. ایران هم په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې دغه تړون ته ژمن نه دی.

ښاغلي ظریف د ایران انګلیسي ژبې تلویزون ته وویل: « امریکا د بندیزونو تر لېرې کېدو مخکې نشي کولی بېرته له دغه تړون سره یو ځای شي... هرکله چې ټولو اړخونو خپل تعهدات عملي کړل، بیا به خبرې کیږي.»

دغو بندیزونو او د کروناویروس ایران په اقتصادي لحاظ ډېر ځپلی دی.

تېرکال د ایران پارلمان یو قانون تصویب کړ چې حکومت مجبوروي هغه الحاقي پروتوګول لغوه کړي چې د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان ته اجازه ورکوي په ایران کې هغو ځایونو کې هم لنډمهالې ارزونې وکړې چې مشخص شوي نه دي.

رافایل ګروسي ایران ته تللی

په همدې حال کې د ایران دولتي رسنۍ وايي چې د اتومي انرژۍ د نړیوال سازمان داریکټر جنرال رافایل ګروسي په تهران کې دی چې ایران د اتومي انرژۍ له مشر سره د «ضروري فعالیتونو د تائید» مسئله وارزوي.

د اتومي انرژۍ په نړیوال سازمان کې د ایران استازي کاظم علي ابادي په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې د ایران د اتومي انرژۍ سازمان مشر علي اکبر صالحي له ښاغلي ګروسي سره «د متقابل احترام په اساس مثمرې خبرې» کړي دي.

تېره اونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د ۲۰۱۵تړون په اړه د برتانیا، فرانسې او جرمني‌ د بهرنیو چارو له وزیرانو سره خبرې وکړې.

د دغو وزیرانو په یوې ګډې اعلامیې کې راغلي دي: «که ایران د (اتومي پروګرام په اړه) په خپلو ژمنو جدي‌ عمل وکړي، د امریکا متحده ایالتونه به هم همدا کار وکړي او چمتو دی چې له ایران سره په دې اړه خبرې وکړي».

د رویټرز خبري اژنس دښاغلي ظریف له خولې لیکلي دي که امریکا د دونالډ ټرمپ له لوري ټول لګول شوي‌ محدودیتونه سملاسي لېرې کړي، هغوی به هم پیل شوي «اصلاحي اقدامات» خپل پخواني‌ حالت ته ور وګرځوي.

د امریکا، جرمني‌ او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځو دایمي‌ غړو له یران سره‌ په ۲۰۱۵کې اتومي تړون لاسلیک کړ.

XS
SM
MD
LG