د لاس رسي وړ اتصالات

ایران امریکا ته "د جنګونو د مور" خبرداری ورکړ 


ښاغلي روحاني واشنګټن تورن کړ چې د تهران پر ضد سخته پالیسي مخ ته وړي
ښاغلي روحاني واشنګټن تورن کړ چې د تهران پر ضد سخته پالیسي مخ ته وړي

د ایران ولسمشر حسن روحاني په خپلو تازه څرګندونو کې امریکا تورنه کړه چې ګنې د ایران د رژیم د نسکورولو هلې ځلې کوي.

حسن روحاني د یکشنبې په ورځ (جولاۍ۲۲) په تهران کې د ایراني ډیپلوماتانو یوې غونډې ته وویل چې امریکا د ایران پر ضد سخته پالیسي مخ ته وړي خو خبرداری یې ورکړ چې دا کار به ورته لوی زیان ورسوي.

ښاغلي روحاني وویل "امریکا باید په دې پوهه شي چې له ایران سره جنګ د جنګونو مور ده او له ایران سره سوله د سولې مور ده."

رویټرز خبري اژانس وايي چې ښاغلي روحاني واشنګټن تورن کړ چې د ایران د رژیم پرځولو هلې ځلې کوي "تاسو په دې دریځ کې نه یاست چې ایرانیان د ایران د امنیت او ګټو په خلاف پاڅوی."

ولسمشر دونالد ټرمپ څه موده مخکې د ایران-امریکا او نړۍ سترو ځواکونو ترمنځ له شوي اتومي تړون څخه ووت او وویل چې په دغه تړون کې ډېرې ستونزې شته او ایران غښتلی کوي.

تړون په ۲۰۱۶ کال کې وشو چې له مخې به یې ایران خپل اتومي پروګرام بندوي او په بدل کې به یې پر هغه هېواد لګېدلي بندیزونه لېرې کیږي، خو واشنګټن وايي چې ایران خپل اتومي پروګرام درولی نه دی.

امریکا پر ایران ځینې نور اقتصادي بندیزونه هم لګولي دي.

XS
SM
MD
LG