د ایران یوې محکمې د بشري حقونو فعالې او وکیلې ته د ٣٨ کلونو بند او د ١۴٨ درو سزا اورولي ده
د هغې میړه رضا خاندان په خپل فیس بک لیکلې دي چې نسرین ستودی د مخکې نه په ایران کې د پنځو کلونو په بند محکومه ده.
نسرین ستودي ته په بند کې ویل شویدي چې د پنځو کلونو د بند سره سره یې هغې ته په یوې قضیې کې د نور ٣٣ کلونو او د ١۴٨ درو یا متروکو سزا شویده.
په نسرین تور دی چې هغې د ایران ضد جاسوسي کړیده او د ایران د روحاني مشر په اړه یې سپکې خبرې کړیدي.
د ایران دولتي خبري اژانس ارنا ویلي دي چې د تهران د یوې انقلابي محکمې قاضي مقیسی د دوشنبې په ورځ د نسرین خلاف دغه فیصله کړیده. هغې ته د دولت ضد د خلکو د راغونډولو او پارولو په تور د پنځه کلونو او د آیت اللہ خامنايي خلاف د سپکو ټکو کارولو له کبله د دوو کلونو سزا اورلې ده.
خو د نسرین میړه رضا خاندان وایي چې د هغه میرمن ته ټول ټال د ٣٨ کلونو بند او د ١۴٨ درو سزا ورکړل شویده. دغه سزا په ایران کې په عادي توگه د نورو سزاگانو په مقابل کې هم ډیره سخته سزا ده.
د بشري حقونو فعالانو د ایران د حکومت دغه اقدام غندلی دی. د بخښنې نړیوالې ټولنې هم دغه سزا غندلې ده او ویلي یې دي چې د ایران حکومت نسرین د بشري حقونو د مبارزې له کبله په نښه کړیده.
د یادونې وړ ده چې نسرین ستودې په ځان لگیدلې تورونه رد کړیدي.