د لاس رسي وړ اتصالات

له پاکستان سره سرحد کې دوه ایرانیان وژل شوي 


د ایران او پاکستان ترمنځ‌ د سرحد یوه برخه
د ایران او پاکستان ترمنځ‌ د سرحد یوه برخه

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي له پاکستان سره په سرحد کې د دوو ایرانیانو د وژل کېدو په اړه پلټنه کوي.

راپورونه وايي دغو دوو ایرانیانو غوښتل له ایران څخه سونګ توکي پاکستان ته انتقال کړي ‌چې په سرحد کې وژل شوي دي.

د دغې پېښې د غندلو لپاره د سیستان بلوچستان د سراوان په ښار او نورو سیمو کې مظاهرېهم شوي‌دي.

راپورونه وايي په دغو مظاهرو کې یو پولیس هم وژل شوی دی. چارواکي‌وايي‌د مذهبي مشرانو په منځګړتوب یې مظاهرې ارامې کړي‌دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده وویل: «د پاکستان د سرحد ساتونکو د یو وژل شوي جسد موږ ته راسپارلی دی.‌ موږ دا قضیه څېړو.»

ایراني چارواکي وايي دا پېښه او ډزې د پاکستان په خاوره کې شوي دي،‌ خو پاکستاني چارواکي وايي د ایران پولیسو پر هغو کسانو ډزې کړي‌دي چې په ناقانونه توګه یې له ایران څخه پاکستان ته سونګ توکي انتقالول.

په ایران کې سونګ توکي ارازن دي‌ او همدا علت دی چې د سیستان او بلوچستان بې وزله خلک چې اکثریت یې سنیان دي په ناقانونه توګه د سونګ توکو تجارت هڅه کوي.

XS
SM
MD
LG