د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق پارلمان نوی ولسمشر وټاکه، امریکا یې هرکلی کړی


د عراق نوی ولسمشر عبدالطف رشید
د عراق نوی ولسمشر عبدالطف رشید

د عراق پارلمان د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۱۳ (تله۲۱) عبدالطیف رشید د دغه هېواد د نوي ولسمشر په توګه وټاکه.

دا په داسې حال کې ده چې همدا نن د عراق د پارلمان په ودانۍ باندې نهه راکټونه توغول شوي چې پنځه تنه په کې ژوبل شوي‌ دي. خو بیا هم د دغه هېواد اینده حکومت تشکیل کړ.

د عراق د قانون په اساس ولسمشر باید د دغه هېواد له لوی سیاسي ایتلاف څخه وغواړي چې د صدارت څوکۍ ته نوماند معرفي کړي.

د شیعه سیاسي ډلو څخه جوړ د «هماهنګۍ چارچوب» محمد شیاع السودانی د صدراعظمۍ څوکۍ ته نوماند کړی دی. دوی په یو لیک کې ادعا کړې ده چې د عراق تر ټولو لوی سیاسي ایتلاف دي.

د عراق نوي ولسمشر د پارلمان د ۱۶۲ رایو څخه یې ۱۶۱ رایې ترلاسه کړي. نوموړي له ۲۰۰۳ کال څخه نیولې تر ۲۰۱۰ کال پورې د عراق د اوبو د سرچېنو د وزیر او د ولسمشر د مشاور په توګه دنده ترسره کړې ده.

امریکا د عراق د نوي ولسمشر د ټاکل کېدو هرکلی کړی او په ټولو سیاسي ډلو یې غږ کړی دی چې له تاوتریخوالي‌ څخه ډډه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې له عراقي سیاستوالو غوښتل شوي چې د عراق د خلکو ګټې په پام کې ونیسي. امریکا د عراق د خلکو او حکومت سره د همکارۍ ژمنه بیا تازه کړې ده.

د عراقي مخکنی ولسمشر برهم صالح د رایه اچوونې په مهال له پارلمان څخه ووت. نوموړي د ۹۹ رایو په توپیر سره دا ټاکنې وبایللې.

نوی ولسمشر عبدالطیف ۱۵ ورځې وخت لري چې پارلمان ته صدراعظم معرفي کړي او د خپلې کابېنې د کاندید وزیرانونو نومونه پارلمان ته وسپاري.

په عراق کې د واک د وېش په اساس، کردي سیاسي ډلې د ولسمشرۍ څوکۍ ته او شیعه ډلې د صدراعظمۍ څوکیو ته نوماندان معرفي او د پارلمان مشر باید سني ‌وي.

د واکمن شیعه سیاستوال مقتدا الصدر او پخواني صدراعظم نوري المالکي ترمنځ د شخړې له کبله په عراق کې سیاسي بن بست پیل شوی و. مالکي او نورې ټولې شیعه ډلې د ایران له ملاتړ څخه برخمنې دي.

XS
SM
MD
LG