د لاس رسي وړ اتصالات

دفاع وزارت: په لوګر کې د ملي اردو ۹ سرتېري وژل شوي


د افغانستان دفاع وزارت وايي چې تېره شپه په لوګر ولایت کې د ملي اردو پر پوستو باندې د طالبانو په برید کې د اردو ۹ سرتیري وژل شوي دي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال فواد امان د پنجشنبې په ورځ د اپریل په ۱۶مه (وري ۲۸) امریکا غږ ته وویل، طالبانو تېره شپه د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ په قلعه دشت سیمه کې د ملي اردو ځواکونو پر پوستو برید وکړ چې د افغان ځواکونو له خوا بېرته په شا وتمبول شو.

ښاغلي امان وویل چې په برید کې وسله‌والو طالبانو ته هم درانه تلفات اوښتي دي.

هغه زیاته کړه: "افغان ځواکونو د فعالې دفاع په چوکاټ کې طالبانو ته درانه تلفات واړول او یو شمیر جسدونه یې د جګړې په ډګر کې پاتې دي".

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال څرګنده نه کړه چې په دغه برید کې څو تنه طالب جنګیالي وژل شوي دي.

د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو د طالبانو د بریدونو لړۍ په داسې حال کې دوام لري چې د امریکا – طالبانو ترمنځ د سولې د تړون په اساس چې فبرورۍ میاشتې پر ۲۹مه نېټه په دوحه کې لاسلیک شو، افغان ځواکونه د فعالې دفاع په حالت کې دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویلي چې امریکا - طالبانو ترمنځ د سولې تړون له لاسلیک وروسته په افغانستان کې ۸۳ تنه ملکي وګړي او دولتي مامورین وژل شوي، ۱۱۹ ټپیان شوي او ۳۵ تنه نور برمته شوي دي چې تر اوسه یې برخلیک نه دی څرګند.

د بشري حقونو کمېسیون د دغو پېښو ۵۰ فیصده مسولیت د طالبانو او ۵۰ فیصده یې دد داعش او ناپیژنده افرادو په غاړه اچولی دی.

وسله‌والو طالبانو تراوسه د لوګر د برید او د بشري حقونو کمېسیون راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG