د لاس رسي وړ اتصالات

د غزې جګړه؛ جرمني د هولوکاست پاتې شویو ته پېسې ورکوي


د هولوکاس پاتې شوي
د هولوکاس پاتې شوي

په داسې حال کې چې په غزې کې جګړه روانه ده، د جرمني حکومت نن پنجشنبه اپریل ۱۱ (حمل۲۳) اعلان وکړې د هولوکاست پاتې شویو ته ۲۵ میلیون یورو ورکوي، چې د حماس د برید او د غزې د جګړې د اغیزو سره مقابله وکړای شي.

هولوکاست هغه پېښه بلل کېږي، چې د راپورونو په اساس د جرمني نازیانو په کې په دویمې نړیوالې جګړې کې شاوخوا شپږ میلیون یهودیان ووژل.

د دعوو د نړیوال کنفرانس (Claims Conference) د معلوماتو په اساس، په اسرائیل کې د هولوکاست ۱۳۰۰۰ پاتې شوي‌ اوسېږي او د دغه پلان په اساس به یې یو کس ته ۲۲۰ یورو ورکړل شي.

دغه کنفرانس هڅه کوي چې له جرمني څخه د هولوکاست پاتې شویو ته تاوان واخلي او وايي‌ چې په دې اړه یې د جرمني له حکومت سره کار کړی.

د جرمني د مالیې وزارت ویاند ویلي دي چې د حماس د بریدونو له کبله د هولوکاست پاتې شویو زیان لیدلی دی او «په دغه ډارونکي جنګي وضعیت» کې به دا له دوی سه غټه مرسته وي.

جرمني د اسرائيل کلک ملاتړی دی او د حماس د بریدونو او له بریدونو وروسته جګړو په اړه یې دریځ هم په دویمې نړیوالې جګړې کې د دغه هېواد د تیاره ماضي‌ په اساس و.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د نیکاراګوا حکومت د عدالت په نړیوالې محکمې کې جرمني‌ تورن کړ چې له اسرائیل یې د سیاسي او پوځي مرستو له کبله د «فلسطینیانو نسله وژنه» تسهیل کړې ده.

نیکاراګوا د عدالت له نړیوالې محکمې غوښتي دي چې د برلین له لوري اسرائيل ته د وسلو د برابرولو او نورو مرستو د بندولو په اړه «عاجل اقدامات» وکړي.

خو د جرمني د مالیې وزارت ویاند سباشین فېشر وویل: «موږ د نیکاراګوا ادعاوې ردوو.»

فېشر زیاته کړه: «جرمني نه د نسل وژنې د کنوانسیون څخه سرغړونه کړې ده او نه هم نړیوال بشر دوستانه قانون یې تر پښو لاندې کړی دی او موږ به دا مسئله په بشپړ ډول د عدالت نړیوالې محکمې ته ښکاره کړو.»

جرمني د جنوري په میاشت کې وویل چې د فلسطیني کډوالو د ادارې سره یې خپلې مرستې ځنډولې دي چې د اسرائیل له لوري د دې ادعا په اړه پلټنه وشي چې وایي د دغې ادارې کارکوونکي د تېرکال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائيل باندې د حماس په بریدونو کې لاس درلوده.

د تېرکال اکتوبر په ۲۳ نېټه د حماس ډلې په اسرائیل باندې برید وکړ او د مقاماتو په وینا ۱۱۶۰ تنه یې ووژل او ۲۴۰ نور یرغمل کړل. اسرائيل یې په ځواب کې په غزې باندې ځمکني او هوايي بریدونه پیل کړي‌ دي، چې په غزې کې د حماس تر کنترول لاندې د عامې روغتیا وزارت په وینا تر دې دمه یې څه باندې ۳۳۵۰۰ کسان،‌ چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي، وژلي دي.

دا راپور د رویټرز او فرانس پرس د معلوماتو په اساس لیکل شوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG