د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه، د سوریې د جګړې د پای ته رسیدو د غونډې کوربه ده


د ترکیې، روسیې، جرمني او فرانسې مشران
د ترکیې، روسیې، جرمني او فرانسې مشران

د ترکیې، روسیې ، فرانسې او جرمني مشران نن شنبه د ( اکټوبر ۲۷) د ترکیې په پلازمینه استانبول کې راغونډ شوي څو د سوریې اوږدې جګړې ته د حل لاره پيدا کړي.

په دې غونډه کې چې مشري د ترکیې جمهور رئیس یې رجب طیب اردوغان کوي، د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین، د جرمني لومړۍ وزیره انګلا مرکل او د فرانسې جمهور رئیس امانول مکرون ګډون کړی دی.

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان وویل " هیله من یم زموږ غونډه د نیکمرغۍ لامل شي. له خپلو سوري وروڼو یې پیلوو، د ټولې نړۍ سترګې اوس همدې غونډې ته دي. زه باور لرم چې موږ به څوک نه ناهیلې نکړو او په صداقت او ځیرکتیا سره به کار کوو. پر سوریې بحث،له ولسمشر پوتین سره زموږ د خبرو په لومړیتوب کې دی."

په استانبول کې د راغونډو شویو مشرانو څخه تمه کیږي چې د سوریې په ادلیب ښار کې چې د یاغیانو لپاره وروستی پناه ځای شمیرل کیږي پر اوربند سلا شي او د سولې د هڅو لپاره زمینه مساعده کړي.

په دې غونډه کې به د اختلاف وړ موضوع د سوریې د جمهور رئیس بشار الاسد په اړه وي کوم چې د روسیې او ایران له خوا یې ملاتړ کیږي.

د بشار الاسد حکومت اوس د خپل هیواد اکثریت برخې له یاغیانو نیولي دي، هغه جګړه چې پکې څه باندې ۴۰۰ زره کسان وژل شوي دي.

لودیځ هیوادونه پر بشار الاسد ځکه نیوکې چې پر ملکي خلکو یې بې سارې بریدونه کړي. ترکیې هم له واک څخه د اسد د لري کیدو لپاره له یاغانو سره مرسته کوي.

د ترکیې پخوانی لوړپوړی دیپلومات آیډین سلسین وايي" ددې غونډې کوربه توب د جمهور رئیس اردوغان لپاره یو بری دی چې یو خوا د آستانې د پروسې برخه وال روسیه او بل پلو ته د ناټو دوه متحدین، جرمني او فرانسه، پکې ګډون لري."

د مسولینو په وینا ددې غونډې د اجنډا یو مهمه برخه د سوریې پر بیارغونې تمرکز دی کوم چې د ملګرو ملتونو په وینا د یاد هیواد بیارغونه شاوخوا ۲۵۰ میلیارډ ډالره اټکل شویده.

شننونکي وايي، په دې غونډه کې د فرانسې او جرمنی ګډون کولای شي د یوې نوې پروسې پیل وي او په پای کې د سوریې د کورنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره یوه هڅوونکې زمینه برابره کړي.

XS
SM
MD
LG