د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق پوځ وایي په عملیاتو کې یې ۱۰ جهادیان وژلي دي


په عراق چې چارواکو یکشنبه مارچ ۱۰ (کب۲۰) وویل چې د دې هیواد ځواکونو د مرکز بغداد شمال لویدیځ کې په دښتې کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې خلاف عملیاتو کې لږ تر لږه ۱۰ جهادیان وژلي دي.

د عراق د امنیتي ځواکونو یوې سرچینې د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي دا عملیات یې ځکه کړي چې د هغه په قول د وسله والو پلان شنډ کړي چې غوښتل یې د روژې په میاشت کې بریدونه وکړي.

دا نظامي عملیات د شنبې په ورځ د عراق په شمال کې په څو ولایتونو او مرکز کې پیل شویدي چې د پوځ تر څنګ د هشد الشعبي ایراني پلوو شعیه ملیشو غړیو هم پکې برخه درلوده.

په دولتي مطبوعاتو کې ویل شوي چې څلور جهادیان شنبه او شپږ نور یې د یکشنبې په ورځ د صلاح الدین او انبار ولایتونو په مربوطاتو کې وژل شویدي.

که څه هم چې داعش په ۲۰۱۹ کال کې په عراق او سوریه کې له ډېرو سیمو شړل شوی، خو د دغې ډلې وسله وال چې په دښتو او لیرې پرتو غرنیو سیمو کې پټ ډي، وخت ناوخته په سوریې او عراق کې په امنیتي ځواکونو او ملکیانو بریدونه کوي.

د دې ډلې افراطيان زیاتره مرګوني بریدونه په ملکي وګړو، کردي جنګیالیو، د سوریې او عراق په حکومتي ځواکونو او د ایران له ملاتړ نه د برخورداره جنګیالیو پر ضد کوي.

ملګرو ملتونو په یو راپور کې چې د همدې روان ۲۰۲۴ کال د جنوري په میاشت کې یې خپور کړ، ویلي چې د اسلامي دولت یا داعش ډله ښایي اوس مهال په عراق او سوریه کې د ۳۰۰۰ څخه نیولې تر ۵۰۰۰ پورې وسله وال ولري.

داعش ډلې په ۲۰۱۴ کال کې د عراق او سوریې ګڼ شمیر سیمې د حکومت څخه ونیولې او هلته یې "خلافت" اعلان کړ. ګڼ شمیر خلک یې په ډله ایزه توګه ووژل، شکنجه یې کړل، په میرمنو او نجونو یې جنسي تیري وکړل او د مینځو په توګه یې ساتلې. خو دا ډله په ۲۰۱۷ کال کې په عراق او ۲۰۱۹ کال کې په سوریې کې په تعرضي عملیاتو کې چې امریکا یې ملاتړ کاوه، ماته شوه.

د عراق پوځ پداسې مهال کې د اسلامي دولت ډلې په خلاف دا عملیات کوي چې د همدې کال په سر کې د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو ماموریت پای ته رسولو په باره کې د عراق او امریکایي چارواکو تر منځ خبرې بیا پیل شویدي.

د دې خبرو لومړی پړاو د همدې روان میلادي کال د جنوري میاشتې په ۲۷ مې پیل شو خو په اردن کې په امریکایي ځواکونو د بې پیلوټه یا ډرون الوتکې په برید کې د دریو امریکایي ځواکونو تر وژل کیدو وروسته چې په عراق کې میشتو ملیشو یې د کولو ادعا کړې وه، دا خبرې وځنډیدې.

د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونه په ۲۰۱۴ کال کې په عراق کې ځای په ځای شول چې د داعش ډله، چې هغه وخت یې په عراق او سوریې خپل خلافت اعلان کړی و، وځپي. د حشد الشعبي ډلې د داعش په ماتولو کې همکاري کړې وه.

په عراق کې تقریبآ ۲۵۰۰ او په سوریې کې ۹۰۰ امریکايي سرتېري دېره دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG