د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل ـ کندهار لویه لار بیا رغول کېږي


د کابل ـ کندهار لویه لار
د کابل ـ کندهار لویه لار

د افغانستان د فواید عامې وزارت مسؤلین وايي چې اسیايي پراختیايي بانک د کابل ـ کندهار د لوی لارې د بیارغونې لپاره له دغه وزارت سره د مرستې ژمنه کړې ده.

دغه وزارت وايي چې د دغه لارې د بیارغونې لپاره د دوی سروې جریان لري چې په بشپړېدو سره به یې معلومه شي چې څومره لګښت پرې راځي.

تر دې مخکې ویل شوي و چې د اسیا پراختیايي بانک د دغه لارې د بیارغونې لپاره ۳۰ میلیونه ډالر مرسته کړې ده.

د فواید عامې وزارت وايي چې یاده لار په درې پړاونو کې رغول کېږي چې لومړی برخه یې له میدان ښار څخه تر سید اباد ولسوالۍ پوري ده چې ۳۴ کیلومتره کېږي.

د دغه وزارت ویاند مهدي روحاني‌ د شنبې په ورځ د «کب پر ۱۸مه» امریکا غږ ته وویل چې د لومړي پړوا قرارداد لاسلیک شوی او په ځینو برخو کې کار پیل شوی دی.

د کابل کندهار لویه لار
د کابل کندهار لویه لار

نوموړي زیاته کړه:"دوهم پړاو یې له سید اباد څخه تر غزني ښار پوري دی چې ۴۰ کیلومتره کېږي او دریم پراو یې له غزني څخه تر کندهار پوري دی چې ۶۲ کیلومتره تخریب شوې ساحه یې رغول کېږي."

ښاغلي روحاني زیاته کړه چې د پورته ۱۳۶ کیلومتره تخریب شوې ساحې سروې او ډزاین شوی او تدارکاتي اسناد یې مشخص شوي دي او د پاتې ۳۴۴ کیلومتره ساحې سروې هم جریان لري.

د کابل ـ کندهار لویه لار چې د افغانستان د حلقوي سړک لویه برخه تشکیلوي ۴۸۰ کیلومتره اوږدوالی لري.

فواید عامې وزارت وايي‌، چې دا لویه لار به تر ۲۰۲۰ میلادي کاله ورغول شي.

د غه لویه لار له تېرو څو کلونو د سختو جګړو له امله سخته زیانمنه شوې او د ماینوو د چاودنو له امله یې ګڼ لوی پلونه او پلکچونه هو تخریب شوي دي.

د کندهار کابل لویه لار
د کندهار کابل لویه لار

تر دې مخکې پر دغه لار تلونکو مسافر وړونکو شرکتونو تل د دغه لارې د تخریب شوو ساحو د رغولو غوښتنه کړې وه.

پر دغه لار چې مرګونې ټرافیکي پېښې هم رامنځته شوي موټر چلوونکو یو عمده لامل د لارې خرابوالی بللی.

د افغان حکومت د معلوماتو له‌مخې په وروستیو پنځلس کلونو کې تر اته زره کيلومتره ډېر سړکونه جوړ شوي دي.

XS
SM
MD
LG