د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار او هلمند کې وروستیو اورښتونو ۱۵ تنه مړه کړي


د کندهار سیلابونه
د کندهار سیلابونه

د کندهار سیمه ییز چارواکي وايي، د تېرې شپې راپدېخوا په کندهار ښار او ولسوالیو کې د سختو سېلابونو راوتلو له امله لس تنه مړه شوي دي.

د کندهار د عامې روغتیا رئیس ډاکټر عبدالقیوم پخلا د شنبې په ورځ د «کب پر۱۱مه» امریکا غږ ته وویل چې یاد کسان د کندهار ښار اړوند لویه ویاله، دامان او سپین بولدک ولسوالیو کې مړه شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې مړو شویو کسانو کې ښځې، ماشومان او د پاخه عمر کسان شامل دي.

په کندهار ښار او ولسوالیو کې د تېرې شپې سخت اورښت او سېلابونو را وتلو له امله یو شمېر کورونه هم نړېدلي او ګڼ مالي زیانونه یې اړولي دي.

پر همدې مهال د کندهار ولایت مقام په یوې اعلامیې کې خبر ورکړی چې د کندهار ښار ترڅنګ، پنجوايي او ارغنداب ولسوالیو کې د هوايي ځواک په مرسته د سېلاب ځپلو کورنیو د ژغورلو هڅې پیل کړي دي.

ولایت مقام ویلي چې په ارغنداب او پنجوايي ولسوالۍ کې یو شمېر کورنۍ چې زیاته برخه کې کوچیان دي ژغورلي او خوندي سیمو ته یې انتقال کړي دي.

د کندهار د طبیعي پېښو پر ضد د مبارې اداره وايي، چي ممکن د دوامداره اورښت په پايله کې نور سېلابونه هم جاري شي.

راپورونه وايي چې د کندهار په ګاونډ د هلمند په مرکز لښکرګاه کې هم د اورښتونو له امله یو شمېر کورونه نړېدلي‌ چې له امله یې درې ماشومان او دوه د پاخه عمر کسان مړه شوي دي.

  • د کندهار ـ کابل لویه لار

له بل لوري راپورونه وايي چې د شديد اورښتونو له کبله د کابل ـ کندهار لويه لار هم د ټرافيکو پر مخ تړل شوې چې له امله یې سل ګونه مسافر په زابل او غزني ولايتونو کې د يادې لار پر سر بند پاته دي.

په زابل او غزني ولايتونو له تېرې ورځې راهيسي واوره اوري چې له کبله يې سېلابي اوبه د کابل ـ کندهار د لويې لارې ته را وتلي دي.

د لارې پر سر بند پاته مسافر وايي، د لارې پر سر د نا امنيو له کبله نړېدلو پلونو او پلچکونو لويه ستونزه جوړه کړې چې په وينايې مسافر وړونکي بسان له دې کبله نشي کولای چې يوې او بلي خواته تګ راتګ وکړي او خپل سفر ته ادامه ورکړي.

د زابل د شهرصفا او شاجوۍ ولسواليو په اړوند سيمو کې تر دوه سوه زيات مسافر وړونکې بسان او لارۍ له پرون ماښام راهيسې بند پاته دي.

د مسافرو د شپې تېرولو لپاره د امکاناتو نشتون او سړه هوا د مسافرو لپاره جدي ستونزه ياديږي چې د زياتي يخنۍ له کبله ځيني ښځې او ماشومان اوس هم ناروغان شوي دي.

وروستیو اورښتونو د اکثرو ولایتونو لوی لارې تړلي دي
وروستیو اورښتونو د اکثرو ولایتونو لوی لارې تړلي دي

د فيض محمد په نوم يوه مسافر چې له کابل څخه د کندهار پر لوري يې دوې ښپې مخکي سفر پيل کړی امريکاغږ اشنا راډيو ته وويل چې په شاجوۍ ولسوالي کې له تېر ماښام راهيسې د لارې خلاصون ته منتظر پاته دی.

ده وويل:"په هوټلونو کې د پېښې د اېښودلو ځای نشته زياته ګڼه ګوڼه ده ټول د لارې پرانيستل کېدو ته انتظار يو خلګ په ډېرو سختو ستونزو کې دي."

بلي خواته د زابل والي رحمت الله يارمل وايي چې ولايتي اداره هڅه کوي چې د نړېدلو پلونو او پلچکونو څخه د مسافر وړونکو وسايطو د تېرېدو لپاره موقتي د حل لاره پيدا کړي.

د کندهار ښار په دامان ولسوالۍ کې بيا د باري د مانده د سېلابي اوبو له کبله له تيري شپې راهيسې څلوېښت ۳۰۳ مسافر وړونکې بسان کندهار ښار ته د داخليدو په انتظار کې دي.

په دغو بسانو کې تر زر تنه زيات مسافر سپاره دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د هوا پيژندنې ادارې څو ورځې مخکې د کندهار هلمند ترڅنګ په یو شمېر نورو ولایتونو کې د شدیدو بارانونو او واورو اورېدو خبر ورکړی و.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG