د لاس رسي وړ اتصالات

برتانیې له باران هوټل نه د کابل هوايي ډګر ته د خلکو انتقال بند کړ


عکس(ارشیف) د کابل هوايي ډګر
عکس(ارشیف) د کابل هوايي ډګر

د برتانیې د دفاع وزارت وايي په کابل کې له باران هوټل څخه د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته د خلکو د انتقال بهیر یې بند کړی دی.

یاد وزارت نن جمعه اګست ۲۷ (وږې پنځمه) په یوې اعلامیې کې ویلي دي: "نور هیڅ څوک د ایستلو لپاره د کابل هوايي ډګر ته نه غوښتل کیږي."

په اعلامیه کې ویل شوي چې تر دې وروسته به ټول تمرکز له افغانستان څخه د برتانوي اتباعو په رایستلو او هغو کسانو وي چې د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې حضور لري.

د برتانیې دفاع وزارت زیاتوي چې په تېرو ۱۴ ورځو کې له افغانستان څخه شااوخوا ۱۳۰۰۰ کسان را ایستلي دي.

خو یاد وزارت بیا هم اندېښنه ښودلې چې ځینې کسان له دغه بهیر څخه پاتې شوي دي، خو ډاډ یې ورکړی چې د پاتې کسانو د رایستلو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

په همدې مهال کې هسپانیې هم اعلان کړی چې د کابل له هوايي ډګر څخه یې خپل ټول دپلوماتان او کار کوونکي ایستلي او د تخلیې بهیر یې پای ته رسېدلی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د هسپانیې حکومت ویلي چې د دوی دوې پوځي طیاري چې ۸۱ هسپانویان او ۸۳ افغانان پکې وو نن جمعه له کابل څخه دوبۍ ته رسېدلي دي.

د هسپانیې حکومت ویلي تر دا مهاله یې ۱۸۹۸ تنه له افغانستان څخه ایستلي دي.

برتانیې او هسپانیې په داسې مهال له کابل څخه د افغانانو د ایستلو پروګرام بند کړ چې تیره ورځ ناوخته د کابل هوايي ډګر یوې دروازې ته نژدې چاودنې د امریکايي سرتیرو په ګډون سلګونو ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله واړوله.

د راپورنو له مخې په دغه چاودنه کې ۱۲ امریکايي سرتیري او ۶۰ ملکي افغانان وژل شوي او ۱۰ امریکايي سرتیري او ۱۴۰ ملکي افغانان ټپیان شوي دي.

د دغه چاودنې مسؤلیت داعش ډلې منلی دی.

XS
SM
MD
LG