د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې په شنه رنګ د ټکسي موټرو د رنګولو بهیر پیل شوی


طالب چارواکي وايي، د هر موټر په رنګولو ۹۰۰۰ افغانۍ لګښت راځي چې ټکسي چلوونکي به یې مصرف په خپله ورکوي.  
طالب چارواکي وايي، د هر موټر په رنګولو ۹۰۰۰ افغانۍ لګښت راځي چې ټکسي چلوونکي به یې مصرف په خپله ورکوي.  

د کابل د ترافیکو ریاست چارواکي وايي، په اسماني شنه رنګ د ټکسي موټرو رنګولو د بهیر موخه د ښار ښکلا، نظم او د امنیت تامین دی.

طالب چارواکي وايي، د هر ټکسي موټر په رنګولو ۹۰۰۰ افغانۍ لګښت راځي چې ټکسي چلوونکي به یې مصرف په خپله ورکوي.

د ترافیکو عمومي رئیس حسیب الله مختار همدارنګه وايي، زاړه ټکسي موټر به هم په ښارونو کې د فعالیت اجازه ونلري.

مختار وویل: "د موټرانو ماډل چې تر ۱۹۹۰کښته وي هغه به په اطرافو کې چلول کیږي ځکه هغه نور د استهلاک وړ دي. په نورمال ډول به تر ۲۵ زره پورې د اسنادو وي او د رنګ برخه یې تر ۹۰۰۰ افغانیو مصرف کوي."

ټکسي چلوونکي که څه هم په دې برخه کې د نظم په راتلو خوښ دي خو د موټر د رنګولو د زرګونو افغانیو لګښت ته اندېښمن دي او وايي، شخصي موټرو یې هم پر کاروبار ناوړه اغېزه کړې.

ټکسي چلونکي رحیم الله وویل: "مجبوره یو چې قانون ته به ځان برابروو. تر اعلان وروسته زما سره یوه روپۍ هم نه وه او ټوله پیسې مي قرض کړې. زه خوښ یم چې د ښار نظم برابر شي اوس خو زیاته بې نظمي ده."

بل ټکسي چلونکي‌بریالي وویل:‌ "یوازې پر رنګ شل زره افغانۍ خرچه راغله. خوشحاله یم ځکه مخکې له ستونزو سره مخ کېدم اوس به نه د خلکو ستونزې وي نه د ترافیکو."

شنونکي د افغانستان په اوسني بحراني اقتصادي وضعیت کې د ټکسي موټرو د رنګولو پرېکړه پر ټکسي چلوونکو اضافي اقتصادي بار بولي.

د اقتصادي چارو شنونکي سېلاب سمندر وویل: "د افغانستان د اوسني سرپرست حکومت لخوا چې د ټکسیانو لپاره کوم قانون را منځته شویدی، زموږ په اوسنیو ناوړه اقتصادي حالاتو کې به دا ښه پرېکړه نه وي، ځکه موټروانان نشې کولای چې دا مصرف د ټکسي په چلولو په اسانۍ سره پوره کړي."

په افغانستان کې د ټکسي موټرو نوی رنګ په قطر کې د ټکسي موټرو رنګ ته ورته دی. طالب چارواکي وايي اسماني رنګ د انسان پر روان ښه لګیږي او ددې رنګ ټاکنه د اوسني عصر سره سمه پرېکړه ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG