په کابل کې د باختر پوهنتون د ساینس او تکنالوژۍ محصلینو په خپل زیار جوړ کړي کوچني موټر، واټرپمپونه او د تکنالوژۍ د برخې داسې نور وسایط او وسایل نندارې ته وړاندې کړي دي.
د دغه پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصل احمد فواد د خپل جوړ کړي کوچني موټر په اړه چې نندارې ته یې وړاندې کړی، امریکا غږ ته وویل: "د 'نیټورک' په برخه کې موږ یو موټر جوړ کړی دی چې درې 'فنکشنه' لرې، 'ابسټیکل اوایرنیس' دی، یاني له موانعو نه مخنیوی، بل 'لاین فالوینګ' دی او بل یې 'مانیول' دی چې خپله سړی کولای شي د 'بلوتوت' په وجه یې کنترول کړي."
د باختر پوهنتون دا محصلین خپلو دې لاسته راوړنو ته خوښ ښکارې، او د طالبانو له حکومت څخه د لا زیاتو لاسته راوړنو په خاطر د مرستې غوښتنه کوي.
د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصل فرهاد وویل: "له دولت نه مو غوښتنه ده چې زموږ سره کمک وکړي. که زموږ سره مرسته وشي او وهڅول شو بیا موږ کولای شو په لوړه سطحه شیان جوړ کړو."
که څه هم د طالبانو ځینو لوړپوړو چارواکو عصري علومو ته د "بابېزه او مباح" خطاب کړی دی، خو د تکنالوژۍ په دغه نندارتون کې ګډون کوونکو طالب چارواکو عصري علوم او دیني زده کړې یو شان اړینې وبللې.
د لوړو زده کړو د محصلانو چارو مرستیال مفتي محمد طاهر وویل: "عصري علومو ته د اسلامي نظام همدومره سخت ضرور دی لکه دیني علوم. په دیني علومو کې مدرسې الحمدالله ډکې دي او بې شمېره طلبا علم پکې کوي. پوهنتونونه هم باید د عصري علومو په محصلینو همداسي ډک سي."
خو ځینې شنونکي د طالبانو د خبرو او عمل تر منځ توپیر بولي او نیوکه کوي چې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو او ښوونځیو دروازې تړل د علمي فقر بنیاد دی.
سیاسي شنونکي ویس ناصري وویل: "د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو تړل یوه لویه فرهنګي او علمي ضربه ده، ظرفیت له منځه ځي، علمي تولید کمېږي او د مغزو د وچېدو لامل کیږي. همدا د فرهنګي او علمي فقر بنسټ دی چې نه یوازې ساینس او تکنالوژۍ بلکې په ټولو برخو کې زیان اړوي."
خو طالبانو د نجونو پر زده کړه محدودیت موقتي بللی او ژمنه یې کړې چې نجونو ته د اسلامي قوانینو سره سم د زده کړو د زمینې برابرولو دپاره کار روان دی.
فورم \ دبحث خونه