د لاس رسي وړ اتصالات

په ٢٠٢٠ کې د تکنالوژۍ نوښتونه


د ۵جي شبکه
د ۵جي شبکه

تکنالوژي په بیړه پرمختگ کوي او بشر به ډیر ژر په خپل ورځني ژوند کې د عصري تکنالوژۍ د پام وړ پرمختگونو شاهد وي.

د تکنالوژۍ ددغو پرمختگونو یوه برخه په ٢٠٢٠ کال کې بازار او د انسانانو ورځني ژوند ته راځي او د هغوی په ژوند کې به د پام وړ بدلونونه راوړي.

اټوماټیزیشن

په اوسني عصر کې د اټوماټیزیشن یا خودکار اصطلاح په پراخه کارول کیږي او د محاسبې، روباټ جوړولو او د اطلاعاتو د راټولولو او ذخیره کولو تکنالوژۍ ترې کټه اخلي.

په پرمختللو صنعتي هیوادونو کې اکثر شرکتونه اوس پدغو تکنالوژیو باندې تکیه لري په ځانگړې توگه په خودکاره بانکدارۍ او خودکاره صنایعو چې د بشري قوې د کموالي له کبله پانگوالو ته زیاته گټه لري.

پوهان پدې باور دي چې د ٢٠٢٠ کال په گډون په راتلونکو کلونو کې به د اټوماټیزیشن یا خودکارۍ مفهوم نور هم پرمختللو تکنالوژیو ته داخل شي او د بشر په ژودنانه کې به ښه بدلونونه او زیاتې اسانتیاوی رامنځ ته کړي.

د ۵جي شبکه

د پنځه جي تکنالوژي په اوسني وخت کې د بحثونو عمده موضوع ده چې د بې سیم تکنالوژۍ کې به ستر بدلون رامنځ ته کړي. د ۵جي تکنالوژي په ٢٠٢٠ کال کې به په پراخه توگه رامنځ ته شي، صنایع او مخابرات به نور هم گټور کړي.

په نتیجه کې به صنایع په ځانگړې توگه د هوښیارو وسایلو د تولید شرکتونه لکه موبایل نوي محصولات چې د ۵جي تکنالوژۍ نه په کې کار اخیستل شوی وي بازار ته وړاندې کړي.

۵جي به ډیر په زیات لوړ سرعت او لږ ځنډ سره زیاتې اسانتیاوی رامنځ ته کړي. په اټوماتیکه توگه چلیدونکي موټر او له لرې لارې څخه د روباټونو په وسیله د جراحۍ عملیات د ۵جي شبکې لږ تر لږه دوه مورده گڼل شوي دي.

د ۵جي شبکې سره جوخت وایفای٦ هم رامنځ ته کیږي. وایفای٦ د وایفای۵ په پرتله چې اوس رواج ده درې چنده د ډانلوډ کولو سرعت زیاتوي.

مصنوعي هوښ

په اکثرو خودکارو او هوښیارو وسایلو کې په محدوده توگه د مصنوعي هوښ نه کار اخیستل شوی دی چې د څیرو او اواز پیژندنه یې نموني دي. خو په راتلونکي کال کې به د مصنوعي هوښ تکنالوژي له بل هر وخت څخه زیاته وکارول شي.

د مصنوعي هوښ په کارولو سره به کمپیوترونه ددې توان ولري چې نړۍ هم هاغسې وویني او ولولي چې انسانان یې گوري. پدې توگه به کمپیوترونه په زیات توان د هغو ډیرو پیچلو کارونو سنجش وکړي چې اوس یې د انسان مغازه کوي.

د غږ پیژندنې تکنالوژي او په غږ د وسایلو اداره

سیري، الکسا او نور هوښیار وسایل په غږ باندې د وسایلو د اداره کولو د تکنالوژۍ څرگندې نمونې دي، خو لاهم په بشپړه د بشر اړیتاوی نه پوره کوي.

د مصنوعي هوښ د تکنالوژۍ سره جوخت تمه ده چې په نویو هوښیارو وسایلو کې په راتلونکي کال کې په غږ باندې د وسایلو د کنترول له تکنالوژۍ نه پراخ کار واخیستل شي.

د "عصبي -ژبنیو پروگرامونو" یاNLPتر نامه لاندې به کمپیوترونه او نوي سیستمونه په دقیقه توگه غږ تشخیص کړي چې یواځې د غږ په لوړوالي، اهنگ او ژورتیا پورې محدود نه وي بلکه د هغې مفهوم او دوه گونې معناوی به هم تفکیک کړي.

XS
SM
MD
LG