د لاس رسي وړ اتصالات

قزاقستان د مرګ سزا ختمه کړه 


قزاقستان له څو کلونو راهېسې د مرګ سزا ځنډولې وه
قزاقستان له څو کلونو راهېسې د مرګ سزا ځنډولې وه

د قزاقستان حکومت په دغه هېواد کې د مرګ سزا د ختمولو اعلان کړی.

په دغه هېواد کې له څو کلونو راهېسې د مرګ سزا ځنډول شوې وه، خو نن شنبه جنوري ۲ (مرغومي ۱۳) حکومت اعلان وکړ چې دا سزا یې بیخي ختمه کړه.

د قزاقستان د جمهوري ریاست په رسمي ویبسایټ کې دا خبر خپور شوی دی.

په ویبسایټ کې په خپرې شوې اعلامیې کې لیکل شوي دي‌ چې ولسمشر قاسم جمارت تقایف د مرګ د سزا لغوه کولو قانون توشیح کړ.

د قزاقستان پارلمان څه موده مخکې دا قانون تصویب کړی و.

د قزاقستان حکومت له ۲۰۰۳ څخه راپدیخوا د مرګ سزا ځنډولې وه، خو محکمو د تروریستي فعالیتونو او دا ډول نورو استثنايي قضایاو کې دخیل مجرمین په اعدام محکومول.

راسلان قولیقبایوف چې په ۲۰۱۶ کې یې په الماتا کې اته پولیس ووژل، هم په هغو کسانو کې شامل دی چې د مرګ سزا ورکړل شوې ده. اوس به هغه د ژوند تر پای پورې په زندان کې بندي وي.

XS
SM
MD
LG