د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد- پر ولسي خلکو د طالبانو عمدي بریدونه هېڅ دلیل نلري


زلمي خلیلزاد غوښتي چې باید د تاوتریخوالي په کمولو ډېر پام وشي
زلمي خلیلزاد غوښتي چې باید د تاوتریخوالي په کمولو ډېر پام وشي

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په کابل کې د طالبانو وروستی برید غندلی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزرات وايي د چهارشنبې په ورځ (اګست۷) د طالبانو په موټر بمب برید کې ۱۴ تنه وژل شوي او شاوخوا ۱۴۵ ژوبل دي چې اکثریت یې ملکیان دي.

زلمي خلیلزاد په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې د ملکي خلکو وژل او په نښه کول هېڅ د توجیه وړ نه دي.

نوموړي لیکلي دي: " بین الافغاني مذاکراتو ته په نژدې کېدو سره باید د تاوتریخوالي په کمولو پام وشي. بې توپیره بریدونه او ولسي خلکو ته په قصدي توګه زیان رسول هېڅکله هم د توجیه وړ نه دي. د کابل نننی برید چې طالبانو یې مسولیت منلی دی، غندو."

د کابل د چهارشنبې د ورځې برید داسې مهال کیږي چې امریکا او طالبانو تر بل هر وخت د سولې خبرو او مذاکراتو ته زور ورکړی دی. تمه ده چې دواړه خواوې به یوې موافقې ته سره ورسیږي.

چارواکي هیله لري چې دا خبرې به په افغانستان کې روان تاوتریخوالی ختم کړي، که څه هم تر دې دمه یې د کمیدو کومې نښې نښانې نه لیدل کیږي.

په همدې حال کې زلمي خلیلزاد په یو بل ټویټ کې لیکلي دي چې په ډیلي کې یې له هندي چارواکو سره لیدلي او د افغانستان د سولې په اړه یې ورسره خبرې کړي دي.

هغه وايي چې هند د افغانستان په سوله او ثبات کې کې مهم رول لوبولی شي.

XS
SM
MD
LG