د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد: د امتیاز ګټلو لپاره د تاوتریخوالي پر زیاتوالي باور خطر ناک چلند دی


خلیلزاد: د مذاکراتو پر مېز د برلاسه کېدو په نیت د تاوتریخوالي زیاتوالی د سولې بهیر ته زیان رسوي
خلیلزاد: د مذاکراتو پر مېز د برلاسه کېدو په نیت د تاوتریخوالي زیاتوالی د سولې بهیر ته زیان رسوي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي د مذاکراتو پر مېز د برلاسه کېدو په نیت د تاوتریخوالي زیاتوالی د سولې بهیر ته زیان رسوي.

نوموړي د دوشنبې په ورځ اکتوبر۱۹(تلې۲۸) د تاوتریخوالي زیاتوالي اړوند پر خپل ټویټر لیکلي: "دا باور چې د مذاکراتو په میز کې د امتیاز ګټلو لپاره باید تاوتریخوالی ډیر شي، ډیر خطرناک دی. دغه ډول چلند کولاې شي د سولې بهیر زیانمن کړي او د افغان مشرانو پخواني ناسم محاسبات بیا تکرار کړي."

زلمي خلیلزاد ویلي که څه هم هلمند کې د وسله والو طالبانو بریدونه کرار شوي، خو زیاته کړې ده چې د هیواد نورو برخو کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

هغه د غور پرونۍ موټر بم حمله چې ۱۲ تنه یې ووژل او څه باندې ۱۰۰ تنه یې ټپیان کړل د تاوتریخوالي زیاتېدو یوه بېلګه یاده کړې.

هغه زیاته کړې چې په هلمند کې د وروستۍ جګړې، د افغان ځواکونو پر ضد د طالبانو بریدونو او همدارنګه د افغان ځواکونو د عملیاتو او نړیوالو ځواکونو د بریدونو په اړه په دوحه کې وروستۍ غونډه وشوې.

نوموړي زیاته کړې چې په دغه غونډه کې زموږ( امریکا ـ طالبان) ترمنځ توافق لیک کې یو ځل بیا د معاملې د ټولو ابعادو د عملي کولو پر ژمنې ټينګار شوی.

هغه زیاته کړې: "ټولو خواوو توافق وکړ چې بریدونه او بمبارۍ به لږوي او تاوتریخوالی او مرګ-ژوبله به کموي. که څه هم په هلمند کې تاوتریخوالی لږ شوی، خو په عمومي توګه په هیواد کې تاوتریخوالی ډیر دی."

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې په دې وروستیو کې له ټینګار سره سره بیا هم په افغانستان کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي کچه پر ځای پاتې شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو تېره ورځ په یوې اعلامیه کې وویل چې بهرنیو ځواکونو د دوحې له توافق څخه په سرغړونې په هلمند او فراه کې د دوی پر جنګیالیو هوايي بریدونه کړي دي.

خو زلمي خلیلزاد ویلي چې د سرغړونو بې بنسټه تورونه د سولې له بهیر سره مرسته نه کوي بلکې په وینا یې باید د امریکا ـ طالبانو په توافق او امریکا او افغان حکومت ګډې اعلامیې باندې عمل وشي.

بلخوا ولسمشر غني هم د غور ولایت د تېرې ورځې د موټر بم حملې د غندلو ترڅنګ ویلي چې طالبان باید د سولې په اړه وخت ضایع نه کړي.

له ارګ څخه دخپرې شوې اعلامیې له مخې ولسمشر غني ویلي چې طالبان باید د تلپاتې سولې او اوربند لپاره د افغان دولت او خلکو غږ واوري.

XS
SM
MD
LG