د لاس رسي وړ اتصالات

بخښنې نړیوال سازمان: امنیت شورا د تازه پریکړې ترڅنګ دې پرطالبانو نړیوال فشارونه زیات شي


د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د کړنوپه اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا د تازه پریکره لیک د تصویب سره هممهاله د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، چې ځواب ویلو ته د طالبانو د اړ ایستلو لپاره باید نور نړیوال فشارونه هم ترسره شي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پنجشنبې په ورځ اپریل ۲۷ ( ثور اووم) په یو پریکړه لیک کې د رایو په غوڅ اکثریت د افغان میرمنو او نجونو په تعلیم او کار باندې د طالبانو بندیزونه وغندل او د دې ډلې څخه یې د دې بندیزونو د لیرې کیدو غوښتنه وکړله.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ددې پریکړه لیک څخه له ۹۰ څخه د زیاتو هیوادونواستازو خپل ملاتړ څرګند کړی دی اود رایو په اکثریت سره یې دا پریکړه لیک تصویب کړی دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ۹۳۱۴ نمبر پریکړه لیک کې د افغانستان د خودمختارۍ، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي او د افغان ولس د ملاتړ د دوام لپاره ټینګار شوی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان د پنجشنبې د ورځې ناوخته اپریل ۲۷(ثور اووم) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ملګروملتونو د امنیت شورا پریکړه لیک سربیره باید د افغان میرمنو او نجونو د حقونو څخه د ملاتړ لپاره ځینې نور اساسي اقدامات هم ترسره شي.

د دغه سازمان یوې لوړپوړې وکیلې جویس بوکورو ویلي، چې د ملګروملتونو امنیت شورا د افغان میرمنو او نجونو د حقونو څخه د خورا زیاتو سرغړونو په دوام دا پریکړه لیک لاس لیک کړی دی.

میرمن بوکورو دې ته په اشارې، چې افغانستان د بشري حقونو نړیوالو قوانینو ته ژمنو دی ټینګار يط کړی او ویلي دي، چې تراوسه ددغو قوانینو څخه د ناسمې ګټې اخیستنې د مخنیوي په برخه کې هرډول هڅو کومه نتیجه نه ده ورکړې.

میرمن بوکورو وویل : " دا ضروري ده، چې طالبان پریکړه لیک ته پابند پاتې شي او په عاجل ډول د نجونو د تعلیم او ښځو د کار په ګډون د ښځو او نجونو پر حقونو باندې لګیدلي بندیزونو باندې بیا کتنه وکړي او ټول هغه نیول شوي کسان خوشې کړي، چې ددغو بندیزونو په خلاف یې خپل غږ اوچت کړی دی".

په ورته وخت کې د بشري حقونو دغه ملاتړي د ملګروملتونو د امنیت شورا پریکړه لیک تصویب یو ښه قدم ګڼلی دی، خو ټینګار یې کړی، چې په دغه پریکړه کې په سیستماتیک ډول د بشري حقونو سرغړونکو د ځواب ویلوپه برخه کې اقداماتو ته ځای نه دی ورکړل شوی.

د طالبانو حکومت تراوسه د ملګروملتونو د امنیت شورا دغه پریکړه لیک ته غبرګون نه دی ښودلی خو ددغه حکومت چارواکو په پرله پسې ډول ویلي، چې د "اسلامي شریعت" په چوکاټ کې ښځو ته د هغوی حقونو ورکولو ته دا حکومت ژمن دی.

همداشان د بخښنې د نړیوال سازمان د ښځو د څانګې مشرې میرمن هیدر بار ویلي، چې د امریکا د متحده ایالاتو، روسیې او چین په ګډون د ملګروملتونو د امنیت د شورا له خوا ددغه پریکړه لیک تصویبول د طالبانو د اقداماتو پر وړاندې په پراخه کچه د نړیوالې ټولنې اندیښنې منعکس کوي.

د افغان میرمنو د حقونو ځینو افغان فعالانو هم د ملګروملتونو د امنیت د شورا د پریکړه لیک هرکلی کړی دی.

د ارغوني شنبې د ورځو په نوم د افغان میرمنو د حقونو د ملاتړ د یو خوځښت مرستیالې نصرین فرامرز امریکا غږ ته وویل، چې هیله یې داده، چې دا پریکړه لیک یوازې د یو پریکړه لیک تر کچې پاتې نشي او که چیرې دا پریکړه لیک رعایت نشي او ترې سرغړونه وشي باید په عملي ډول تعقیب شي

طالبانو د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کولو وروسته په تیرو نږدې شلو میاشتو کې نه یوازې نجونې د شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځیو کې د زده کړو منع کړي او د ملګروملتونو په دفترونو کې د کار په ګډون یې ښځې له کور څخه بهر کار څخه منع کړي بلکې د ښځو د تګ راتګ په ګډون یو لړ نور بندیزونه هم پر نجونو او ښځو لګولي دي. د بخښنې نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې پر نجونو او ښځو لګیدلي بندیزونه په کم عمرکې د نجونو د ودونواو جبري ډول د ودونو شمیر زیات کړی دی.

XS
SM
MD
LG