د لاس رسي وړ اتصالات

د خوست هوايي ‌ډګر د جوړولو چارې په بشپړېدو دي


د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي چې د خوست ولایت د هوايي ‌ډګر د جوړولو چارې په بشپړېدو دي او په پام کې ده چې نږدې راتلونکې کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د یادې ادارې ویاند نن شنبه مارچ ۲۰ (کب۳۰) امریکا غږ ته وویل چې د یاد ډګر پر جوړونې ۸۸۹ میلیونه افغانۍ پانګونه شوې ده.

نعیم صالحي زیاته کړه چې دغه پانګه د دولت د پراخیتایي بودیجې څخه تمویلیږي.

د خوست هوايي ډګر جوړونه په ۱۳۹۰ کال کې پیل شوې وه.
د خوست هوايي ډګر جوړونه په ۱۳۹۰ کال کې پیل شوې وه.

هغه وویل: "د خوسټ هوايي ډګر پر داسې تجهیزاتو سمبال شوی چې یو بین المللي ډګر یې لري. د ډګر پرانیستلو سره سم به ترې بهرنۍ الوتنې هم پیل شي."

د دغه ډګر جوړونه په ۱۳۹۰ کال کې پیل شوې وه.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره هیله منه ده چې د دغه ډګر په پرانیستلو سره به د سویل ختیځ زون ته د خلکو تګ راتګ اسان شي.

XS
SM
MD
LG