د لاس رسي وړ اتصالات

پنټاګون: شرایطو ته په کتو ښايي له افغانستانه د سرتیرو ایستلو مهالوېش بدل شي


امریکا وایي د طالبانو بریدونه ښايي د سرتیرو ایستلو مهالوېش بدل کړي
امریکا وایي د طالبانو بریدونه ښايي د سرتیرو ایستلو مهالوېش بدل کړي

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت وايي، د افغان سرتیرو پر مرکزونو د طالبانو بریدونو ته په کتو کېدایشي له دغه هیواد څخه د امریکايي سرتیرو د ایستلو بهیر ورو شي.

د پنټاګون ویاند جان کربي ویلي چې د طالبانو وروستیو بریدونو ته په کتو د امریکا دفاع وزیر لوید آستین او د امریکا مرکزي قوماندانۍ هره ورځ د افغانستان امنیتي وضعیت او له دغه هیواد څخه د امریکايي سرتیرو د بیرته وتلو بهیر ارزوي.

د هغه په وینا د امریکا دفاع وزیر لوید استین ویلي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل د سولې له راتګ سره تړلي، خو په عین حال کې په شرایطو پورې هم اړه لري.

جان کربي د جون ۲۱ (غبرګوې ۳۱) د مطبوعاتي کنفرانس پرمهال ویلي چې له افغانستان څخه د ټاکل شوي مهالوېش له مخې د امریکايي سرتیرو د وتلو پرېکړه پر ځای ده، خو زیاته کړې ده چې د شرایطو تغیر پر یاد بهیر اغېز کولی شي.

د پنټګان د ویاند په وینا که څه هم له افغانستان څخه د سپټمبر تر یوولسمې د امریکايي سرتیرو د ایستلو په اړه د ولسمشر جو بایډن د ادارې پرېکړه پر ځای ده، خو په وینا یې د افغانستان شرایط هم په نظر کې نیول کیږي "په هغو مواردو کې چې د افغانستان دولت ورته اړتیا لري لکه ملاتړ، په نظر کې نیول کیږي."

ښاغلي کربی ویلي: "که څه هم د وتلو لپاره یو مهالوېش جوړ شوی، خو موږ ګورو چې ښایي دغه مهالوېش شرایطو ته په کتو بدل شي."

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو په دې وروستیو کې په کندهار، اروزګان، هلمند، زابل، میدان وردګ، غزني، فاریاب، بلخ، بغلان، سمنګان، تخار، کندز، لوګر، جوزجان، پکتیا او ځینو نورو ولایتونو کې د بریدونو په زیاتېدو سره د ګڼ شمېر ولسوالیو د نیولو ادعاوې کړي دي.

د افغان حکومت چارواکو هم له ځینو ولسوالیو څخه د «تکتیکي شا تګ» خبر تائید کړی او د ځینو ولسوالیو د بیرته نیولو خبر یې هم ورکړی دی.

له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو د وتلو بهیر د مۍ میاشتې پر لومړۍ نېټه پيل شوی چې ټاکل شوې د روان کال د سپټمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې بشپړه شي.

که څه هم تر دا مهاله معلومه نه ده چې څومره امریکایي سرتیري له افغانستان څخه وتلي، خو په کندهار، هلمند، بلخ او کابل کې افغان ځواکونو ته د پوځي اډو سپارلو خبر ورکړی و.

XS
SM
MD
LG