د لاس رسي وړ اتصالات

فنلنډ د ناټو غړی شو؛ روسیې دا کار په خپل امنیت برید وباله  


مسکو نن د اپریل په څلورمه (وري ۱۵مه) د شمالي اتلانتیک په تړون (ناټو) کې د فنلنډ غړیتوب "د روسیې پر امنیت برید" وباله او وویل چې په دې اړه به ځوابي اقدامات وکړي.

فنلنډ نن سه شنبه د ناټو غړیتوب ترلاسه کړ او ددغه تړون ۳۱م هیواد شو. پداسې حال کې چې د ناټو سازمان د مرکزي دفتر په انګړ کې نن د فنلنډ بیرغ اوچت کړای شو، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن دا ورځ یوه "تاریخي ورځ" وبلله.

د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پیسکوف د ناټو پراختیا ته په اشارې خبریالانو ته وویل: "دا زموږ پر امنیت او د روسیې پر ملي ګټو برید دی او دا موږ دې ته اړ باسي چې پر ضد یې د تکتیکي او ستراتیژیکو لارو اقدامات وکړو."

دمخه تر دې د روسيې د بهرنيو چارو مرستيال وزير الکساندر ګروشکو ويلي وو چې هېواد به يې د خپلې خاورې په لوېديځو او شمال لوېديځو سيمو کې خپل پوځي توان پياوړي کړي.

هغه پرون وویل: "که د ناټو نور غړي فنلنډ ته ځواکونه او سرچینې واستوي، موږ به د روسیې د امنیت د تامین لپاره اضافي اقدامات وکړو."

د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو تیره اوونۍ ویلي وو چې د روسیې د پوځ ۱۲ واحدونه او کنډکونه به د دغه هیواد په لویدیځو سیمو کې جوړ شي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولتنبرګ وویل، د روسیې ولسمشر له اوکراین سره جګړه پیل کړه چې د ناټو مخه ډب کړي، خو اوس د هغه د غوښتنې برعکس پیښ شول.

په دې مقالې کې د فرانس پرس او اسوشیټیډ پریس له راپورونو څخه کار اخیستل شوی.

XS
SM
MD
LG