د لاس رسي وړ اتصالات

د کویټ حکومت له لوړې درې میاشتې وروسته استعفا وکړه 


د کویټ حکومت استعفا وکړه

د کویټ تازه جوړ شوي حکومت له پارلمان سره د شخړو او لانجو په ترڅ کې نن سه شنبه اپریل پنځمه (وري۱۶) استعفا وکړه. دوی شاوخوا درې میاشتې مخکې د کار لوړه کړې وه.

د کویټ رسنۍ وايي‌ چې د کویټ صدراعظم صباح خالد الصباح د خپلې کابینې استعفا د دغه هېواد ولیعهد شیخ مشعل الاحمد الجابر الصباح ته سپارلې ده.

ټاکل شوې وه چې سبا پارلمان د حکومت په ضد رایه اچوونه وکړي. پارلمان حکومت د کویټ د اساسي قانون خلاف په کړنو او اداري فساد باندې تورنوي.

د پارلمان او د شاهي کورنۍ د حاکم حکومت ترمنځ جنجالونو له څه باندې یوې لسیزې راهېسې روان دي چې له کبله یې څو ځلې حکومتونه منحل شوي‌ دي.

کویټ په خلیج کې یوازینی هېواد دی چې مستقل پارلمان لري‌ او پارلمان کولای شي چې وزیران استیضاح او سلب صلاحیت کړي.

د فبرورۍ په میاشت کې د پارلمان د غړو د پوښتنو او ځوابونو له کبله د کویټ د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو استعفاوې وکړې. پارلمان همدغه راز د کویټ د بهرنیو چارو وزیر شیخ احمد ناصر المحمد الصباح، چې د شاهي کورنۍ غړی دی، د اداري‌ فساد او له عامه شتمنیو څخه د ناوړه استفادې د تورونو له کبله پوښتلی و.

د بهرنیو چارو وزیر د پارلمان په رایه اچوونې کې بریالی شو خو د کویټ د دفاع وزیر د وکیلانو د پوښتو طریقه له قدرت څخه ناوړه استفاده وبلله.

دغه حکومت چې نن یې استعفا وکړه د تېر کال په ډسمبر کې یې لوړه کړې وه. دا په تېرو دوو کلونو کې څلورم حکومت دی چې منحل کېږي.

کویټ شاوخوا ۴.۸ میلیون نفوس لري چې ۷۰ سلنه یې غیر بومي خلک دي. په کویټ کې په وروستیو کلونو کې د اصلاحاتو تقاضا زیاته شوې ده.

XS
SM
MD
LG