د لاس رسي وړ اتصالات

'د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین نیول شوی'


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی محسن داوړ وايي، د دغه غورځنګ مشر منظور پښتین د پاکستان پولیسو نیولی دی.

داوړ نن دوشنبه د «جنورۍ پر ۲۷مه» پر خپل ټوېټر لیکلي چې ښاغلی پښتین تېره شپه د پېښور په تهکال کې د پولیسو لخوا نیول شوی دی.

نوموړي ویلي: "دا په سوله ایزه او دموکراتیکه توګه د خپلو حقونو غوښتلو لپاره زموږ سزا ده."

داوړ ویلي چې د منظور پښتین نیول کېدل به د دغه غورځنګ د غړو هوډ نور هم پیاوړی کړي.

هغه د منظور پښتین د ژر تر ژره خوشي کېدوغوښتنه کړې ده.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني په یو ټویټري پیغام کې د منظور پشتین په نیولو اندیښنه ښودلې ده.

ښاغلي غني لیکلي چې: "د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پشتین او د هغه د ملګرو په نیولو او ځورولو خواشینی یم. زه په دې اړه د بښنې د نړیوال سازمان د اعلامیې بشپړ ملاتړ کوم. په داسې حال کې چې زموږ سیمه د افراطیت او ترهګرۍ له داومداره ګواښ سره مخ ده، حکومتونه باید د بشري حقونو له فعالانو او سوله خوښو مدني حرکتونو څخه ملاتړ وکړي. د پښتون ژغورنې غورځنګ په څېر د عدالت غوښتونکو خوځښتونو پر ضد دولتي تشدد د سیمې د بې ثباتۍ لامل ګرځي او موږ یې په کلکه غندو. که حکومتونه له دغه ډول خوځښتونو سره اختلافات لري نو دغه اختلافات دې د خبرو اترو او ډیالوګ له لارې حل کړي نه د خشونت او زور له لارې."

د پاکستان حکومت تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې، خو د امریکا غږ ډیوه راډیو د رپوټ له مخې په منظور پشتین باندې د روانې میاشتې په ١٨ د دیره اسماعیل خان په سیټي تاڼه کې تور لگول شوی چې د "وزیرستان نایټ" په نامه یوې غونډې ته په وینا کې یې د پاکستان د دولت ضد خبرې کړې دي.

تر دې مخکې د محسن داوړ او علي وزیر په ګډون د دغه غورځنګ نور غړي هم د پاکستان د حکومت لخوا نیول شوي و چې بېرته خوشي کړای شول.

XS
SM
MD
LG