د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا افغان حکومت او خلکو سره دومداره مشارکت ته ژمنه ده ـ آستن


د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر لوید آستین
د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر لوید آستین

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر لوید آستین وايي امریکا له افغان حکومت او خلکو سره دومداره مشارکت ته ژمنه ده.

د افغانستان دفاع وزارت د اعلامیې له مخې آستن دغه څرګندونې تیره شپه جولای لومړۍ (چنګاښ ۱۰) د افغانستان د دفاع وزارت له سرپرست بسم الله محمدي سره د ټلیفوني خبرو پر مهال کړي دي.

د اعلامیې له مخې آستین د وسله والو پر ضد د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو رول او وړتیا ستایلې ده.

د افغانستان د دفاع وزارت اعلامیه کې د لوید آستن له قوله ویل شوي: "موږ د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د اوږد مهاله تمویل، تجهیز او د مسلکي زده کړو په برخه کې همکاريو او د افغانستان حکومت او خلکو سره دوامداره مشارکت ته ژمن یو."

د بیان له مخې د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر د طالبانو له لورې د تاو تریخوالي د زیاتیدو په اړه اندېښنه ښودلې او هغه یې هر اړخیزه تفاهم ته د رسیدو لپاره خنډ بللی دی.

نوموړي په افغانستان کې د سولې مذاکراتو د رامنځته شوي فرصت نه په ګټه اخیستو او تلپاتې سولې ټينګار وکړ.

د افغانستان ددفاع وزارت سرپرست د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د تجهیزاتو د ملاتړ او د افغان هوایي قواوو سره د زیاتو څرخي الوتکو د مرستو په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو د ملاتړ او همکاریو مننه کړې او د نړیوال تروریزم په ضد یې د کابل او واشنګتن په ګډې مبارزې ټېنګار کړی دی.

د امریکا دفاع وزارت هم ویلي چې لوید آستن په دغو خبرو کې له افغانستان څخه د تر وتلو وروسته له افغان ځواکونو سره د امریکا د ملاتړ ډاډ ورکړ.

XS
SM
MD
LG