د لاس رسي وړ اتصالات

ماشوم ته د اوږدې مودې لپاره شیدې ورکول د شکرې ناروغۍ خطر کموي


هغه میندې چې تر ډیر وخته پورې خپلو ماشومانو ته خپلې شیدې ورکوي پخپله او ماشومان یې د شکرې په ناروغۍ باندې ډیر کم اخته کیږي.

د ماشومانو ډاکترانو سپارښتنه کړې چې که میندې لږ تر لږه تر شپږو میاشتو خپلو ماشومانو ته تی ورکړي اولادونه یې د غوږ، تنفسي سیستم، د ناڅاپي مړینې سندروم، حساسیتونو، چاغیدو او شکرې ناروغیو نه په امن کې پاتې کیږي.

میندو ته اوس سپارښتنه کیږي چې خپلو ماشومانو ته لږ تر لږه تر یو کلنۍ پورې خپلې شیدې ورکړي. هغه څیړنې چې دمخه تر سره شوي ښیي چې په نسبي توگه د اوږدې مودې لپاره د مور په شیدو د ماشومانو تغذیه کول د دې سبب کیږي چې د ماشومانو د پریشانۍ، چاغۍ او سرطاني ناروغیو د اخته کیدو خطر راکم شي.

په یوې نوې څیړنه کې څیړونکو د ۱۲۳۸ میندو اسناد څیړلي چې لومړی د شکرې په ناروغۍ اخته نه وي او بیا په راتلونکو ٢٥ کلونو کې د هغوی ١٨٢ تنه یې د شکرې په ناروغۍ اخته شوې.

د هغو میندو په پرتله چې اصلاً خپلو ماشومانو ته یې شیدې نه وو ورکړي، هغه میندې چې لږ تر لږه شپږ میاشتې یې شیده ورکړي وو ۴٨ فیصده لږې په دیابت یا شکرې باندې د اخته کیدو د خطر سره مخامخ وې.

د کالیفورنیا په اوکلند کې د یو څیړنیز مرکز مسؤله اریکا گندرسن، وایي "هغو میندو ته چې خپلو ماشومانو ته خپل شیده ورکوي، ښایي د هغې اندازې نه زیاتې گټې ورسیږي چې دمخه په نښه شوې وې".

په دې ترڅ کې هغه میندې چې په څیړنه کې شاملې وې ۴۱۸ تنو یې تر شپږو میاشتو پورې خپلو ماشومانو ته شیده ورکړي وو او ۲۶۸ میندو له شپږو میاشتو نه تر یو کال پورې ماشومانو ته تی ورکړی و او همداشان ۲۳۰ نورو میندو ماشومانو ته یو کال او یا له یو کال نه زیات شیده ورکړي وو.

څیړنې وموندل چې د هغو میندو په منځ کې چې اصلاً خپلو ماشومانو ته یې شیده نه وو ورکړي په هرو ١٠٠٠ میندو کې لس تنه یې هر کال د شکرې په ناروغۍ اخته شوي دي.

د هغو میندو له جملې نه چې خپلو ماشومانو ته یې تر شپږو میاشتو شیده ورکړي وو په هرو زرو تنو کې

د شکرې د ناروغۍ اوه پیښې راکموې شوې وې. هغوی چې یو کال یې شیده ورکړي په هرو زرو میندو کې څلور تنه یې په شکرې ناروغۍ اخته شوې وې؛ په داسې حال کې چې دغه شمیره د هغو میرمنو په منځ کې چې له یو کال نه یې زیاته موده خپلو ماشومانو ته شیده ورکړي وو په هرو زرو تنو کې یې له څلورو پیښو څخه کمې پیښې ثبت شوي دي.

زیات شمیر میندې د اومیندوارۍ پر وخت په شکرې ناروغۍ اخته کیږي، چې دغه یو عادي جریان دی، خو روغتیایي څارنې او سم غذایي رژیم ته اړتیا لري.

دغې څیړنې په دې هکله کار نه دی کړی چې ولې د اوږدې مودې پورې شیده ورکول کولای شي په شکرې باندې د اخته کیدو خطر راکم کړي. په دې رپوټ کې دا هم ندي څرگند شوي او پوره اسناد ندي ترلاسه شوي چې آیا په څیړنه کې شاملو میندو خپلو ماشومانو ته یواځې خپل شیده ورکړي او که د وچو شیدو او نورو شیدو نه یې هم گټه اخیستې ده.

د امریکا د دیلویر ایالت د پوهنتون څیړونکې یوکیکو واشیو، چې په دې څیړنه کې نه وه شامله وایي حتی هغه میندې چې خپلو ماشومانو ته شیده نه ورکوي او یا ورکولای نشي هغوی هم کولای شي په شکرې باندې د اخته کیدو خطر خورا ټیټې کچې ته راکم کړي.

واسیو د رویترز اژانس ته ویلي دي "میندې کولای شي په بدني تمرینونو، د وزن په کمولو او د ژوند د بڼې په بدلولو سره په بدن کې د شکرې د ناروغۍ د رامنځ ته کیدو مخه ونیسي."

XS
SM
MD
LG