د لاس رسي وړ اتصالات

که مو ځیرک ټیلیفون ورک شي څه کیږي؟


عکس یوازې د نندارې لپاره کارول شوی دی/ آرشیف
عکس یوازې د نندارې لپاره کارول شوی دی/ آرشیف

له انساني ژوند سره د ټیکنالوژۍ په ګدې شوې زمانې کې نن سبا چې د هر چا وسه ورسېږي، له ځان سره ځیرک یا سمارت فون ګرځوي.

دغه ټیلیفونونه ډېرې اسانتیاوې هم رامنځته کړي دي، لکه د خواله رسنیو له لارې د خبرونو څخه خبرېدل، له ملګرو سره د خپلو فعالیتونو شریکول، د شخصي عکسونو او ویډیو ګانو ذخیره کول او داسې نور موارد دي چې ځینې کسان یې ان د سمارت فون په کارولو روږدي کړي هم دي.

خو که یو کس په دومره کچه خپل شخصي مواد په دغو ټیلیفونونو کې ساتي د ټیلیفون د ورکېدو په صورت کې ورته څه پېښېدلی شي؟

ارواپوهان وايي، که له چا نه سمارت فون ورک شي کېدای شي دغه پېښه د ټیلیفون د خاوند پر رواني حالت منفي اثر وکړي، ځکه له یوې خوا یې ټیلیفون له لاسه ور کړی وي او له دې څخه لویه خبره دا ده چې د دغه شخصي اسناد ورکیږي او دا اندېښنه شته چې د نورو ګوتو ته ورشي.

عظیمي: د ټیلیفون د ورکېدنه ځیني کسان ان د ځان وژنې تر حد پورې په رواني ناروغیو اخته کړي دي.
عظیمي: د ټیلیفون د ورکېدنه ځیني کسان ان د ځان وژنې تر حد پورې په رواني ناروغیو اخته کړي دي.

په کابل ښار کې ارواپوه شرف الدین عظیمي امریکا غږ سره په مرکې کې وویل چې د ده په سلو ناروغانو کې شاوخوا ۳۰ مراجعین یې هغه کسان دي چې ټیلیفونونه یې ورک کړي دي او دوی له دې درده د ته مراجعه کوي چې له رواني اړخه یې تداوي کړي.

هغه زیاته کړه: "ځینې ناروغان ماته مراجعه کوي او وايي چې د دوی ټیلیفونونه ورک شوي دي، په هغو ټیلیفونونو کې د دوی شخصي مواد پاتې وي او دوی د دې موادو د لاسه ورکولو له امله اندېښمن وي‌. بله دا چې ځینې کسان له هغه کس نه چې ټیلیفون یې موندلی دی ګواښل کیږي چې که باج ورنه‌کړي نو د دوی شخصي معلومات، عکسونه او فامیلي ویډیوې به په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شي."

ښاغلي عظیمي زیاته کړه چې دغې مسئلې ځیني کسان ان د ځان وژنې تر حد پورې هم په رواني ناروغیو اخته کړي دي.

په معمولي ډول د ځیرکو ټیلیفونونو خاوندان خپل شخصي معلومات لکه کورنۍ او شخصي ویدیوګانې، عکسونه، ځیني محرم اسناد، او داشان نور موارد په ټیلیفونونو کې ګرځوي.

که څه هم سمارت فونونه د ګوتې نقش، د څېرې پېژندل یا د پسورډ د ورکړې امنیتي سیسټمونه لري، خو بیا هم د ټیلیفونونو د امنیتي چارو په برخې کې اندېښنې شته.

  • د حل لاره یې څه ده؟

عظیمي وايي، ټیلیفون د افهام او تفهیم وسیله ده، موږ باید خپل ځان تر حده ډېر پر ټیلیفون اخته نه‌کړو ځکه ټیلیفون او امنیتي سیسټمونه یې د باور وړ نه دي.

بله خبره دا چې د دې پر ځای چې خپل وخت په مجازي نړۍ کې ضایع کړو ښه دا ده چې اصلي ژوند ته مو پام ډېر شي.

دا چې په افغانستان کې څومره شمېر کسان له ځیرکو ټیلیفونونو څخه کار اخلي کره شمېر یې نه‌دی روښانه، خو د دغه هېواد د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت وايي، شپږ میلیونه افغانان انټرنټ کاروي، او دا چې د کمپیوټرونو په پرتله د سمارت فون کارونه اسانه او چټکه ده نو د دغه کاروونکو له ډلې اکثره هغه کسان دي چې له سمارت فون څخه استفاده کوي.

XS
SM
MD
LG