د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې استانبول ته څېرمه زلزله شوې


استانبول کې زلزلې سمدستي کوم ځاني او مالي زیان نه دی اړولی.
استانبول کې زلزلې سمدستي کوم ځاني او مالي زیان نه دی اړولی.

د ترکیې استانبول ښار ته څېرمه د ریښتر په کچه ۵.۱ درجې زلزله شوې او د ترکیې تر ټولو لوی ښار یې لړزولی دی.

د ترکیې د بیړنیو حالاتو سره د مبارزې ادارې د دوشنبې په ورځ دسمبر څلورمه (لیندۍ ۱۳) وویل د زلزلې مرکز د استانبول جنوب لور ته په ۶۰ کیلومترۍ کې د مرمرې سمندرګي کې و.

زلزلې سمدستي کوم ځاني او مالي زیان نه دی اړولی.

د فرانس پرس د راپور په اساس، زلزلې د استانبول ښار د اسیا او اروپا په دواړو خواوو کې دیوالونه لړزلي دي. خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې خلک د خوندیتوب له پاره له ودانیو سړکونو ته وتلي دي.

د ترکیې تر ټولو ډیر نفوس لرونکی استانبول ښار د شمالي اناتولیا د زلزلې رامنځته کوونکي خط ته نږدې موقعیت لري، چې په نړۍ کې یو له ډیرو فعالو زلزلې رامنځته کوونکو خطونو څخه دی.

په ۱۹۹۹ کې یوې ۷.۶ درجې زلزلې د ښار په ختیځ کې له ۱۷ زره څخه ډیر خلک ووژل.

د استانبول نفوس له هغه وخت راهیسې نږدې دوه چنده زیات شوی او ۱۶ میلیون خلکو ته رسیدلی دی.

د فبرورۍ په میاشت کې د ترکیې په جنوب ختیځ کې دوو لویو زلزلو له ۵۰ زرو څخه د زیاتو خلکو ژوند واخیست. دغې زلزلې په څو ښارونو کې یې په لسګونو زره ودانۍ زیانمنې او یا په بشپړ ډول ویجاړې کړې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG