د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه او سوریه کې له ۱۵۰۰۰ څخه د ډیرو کسانو مړینه؛ اردوغان: زلزلې لپاره چمتوالی ممکن نه وو


زلزله ځپلو سمیو څخه د ولسمشر اردوغان لیدنه
زلزله ځپلو سمیو څخه د ولسمشر اردوغان لیدنه

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان مرګونې زلزلې ته د رسیدګۍ په اړه له انتقاداتو وروسته ومنله چې په حکومت کې یې نیمګړتیاوې وي خو زیاته یې کړه چې د زلزلې لپاره چمتوالی غیر ممکن وو.

دا په داسې حال کې ده چې په ترکیه او سوریه کې د شوې زلزلې له امله د تلفاتو کچه څه باندې ۱۵۰۰۰ کسانو ته رسیدلې ده.

ویجاړونکي زلزلې په دغو دوو هیوادونو کې په زرګونه ودانۍ له خاورو سره یو کړي او یو نامعلوم شمیر کسان لا هم تر ړنګو شویو ودانیو لاندې بند پاتې دي.

هغه کسان چې له دې زلزلې ژوندي پاتې شوي سرپناه او خواړه نلري. یو شمیر نور کسان چې په لومړیو ورځو کې د ویجاړیو لاندې بند پاتې وو، اوس چپ شوي دي.

د ترکیې پر حکومت نیوکې په داسې حال کې زیاتې شوې چې اردوغان له زلزله ځپلو سیمو څخه د لیدنې پرمهال د خپل حکومت نیمګړتیاوې ومنلې خو زیاته یې کړه چې د طبیعي ناورینونو لپاره چمتوالی ستونزمن دی.

هغه وویل:" البته چې نیمګړتیاوي شته. وضعیت له ورایه ښکاري. ممکنه نده چې دا ډول یو طبیعي ناروین ته چمتو وئ."

دا په داسې حال کې ده چې د ژغورنې ټیمونه له زلزلې درې ورځې وروسته هم له ویجاړیو څخه بند کسان راباسي، خو د تلفاتو د شمیر د زیاتیدو امکان موجود دی.

یوه ژغورل شوي کس ویلي چې د هرې ویجاړې شوي ودانۍ لاندې ۴۰۰ تر ۵۰۰ کسان بند پاتې دي. هغه د ژغورنې د لږو ټیمونو څخه په شکایت وویل چې ددغو بندو کسانو د راایستلو لپاره یوازې ۱۰ کسان په کار بوخت دي په داسې حال کې چې ماشین الات هم نلري.

چارواکو او طبي کارکوونکو ویلي ۱۲۳۹۱ کسان په ترکیه او کابو ۲۹۹۲ کسان په سوریه کې وژل شوي دي چې په دې ډول درې ورځې وړاندې په شوې زلزله کې د ژول شویو کسان شمیر ۱۵۳۸۳ ته رسیدلی دی.

اروپايي ټولنه غواړي په مارچ میاشت کې د مرسته رسونکو یوه غونډه جوړه کړي چې هدف به یې ترکیې او سوریې ته د نړیوالو مرستو راټولول وي.

ترکیه په خاص ډول د ترکیې او سوریې د ګډې پولې سیمه په نړۍ کې د زلزلې یوه فعاله سیمه ده. دا د ۱۹۳۹ کال له زلزلې راوروسته مرګژونې زلزله وه، په هغه زلزله کې کابو ۳۳ زره کسانو ژوند له لاسه ورکړی وو.

ترکیه په ۱۹۹۹ کال کې هم د ریکټر په کچه د ۷.۴ درجې زلزلې شاهده وه چې پکې ۱۷ زره کسان وژل شوي وو.

د ۲۰۲۲ کال د نومبر میاشتې په لومړیو کې هم په ترکیه کې زلزله وشوه چې له امله یې ۱۱۶ کسان ووژل شول او څه باندې ۱۰۰۰ نور ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG