د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنې د ۲۰۲۳ کال د سخاروف جایزه مهسا امیني ته ورکړه


مهسا امیني تېر کال د ایران د پولیسو په توقیف کې مړه شوه.
مهسا امیني تېر کال د ایران د پولیسو په توقیف کې مړه شوه.

اروپايي ټولنې د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۱۹ (تلې۲۷مه) د بشري حقونو لپاره د سخاروف کلنۍ جایزه ۲۲ کلنۍ ایرانۍ کردۍ مېرمنې مسها امیني ته ورکړه، چې تیر کال د ایران د پولیسو په توقیف کې مړه شوه.

مهسا امیني د ۲۰۲۲م کال د سپټمبر په ۱۳مه،‌ د ایران د "ګشت ارشاد" پولیسو له خوا د مناسب حجاب د نه اغوستلو له امله ونیول شوه او بیا د اخلاقي امنیت پولیسو حوزې ته یوړل شوه. نوموړې څو ساعته وروسته، د امبولانس په واسطه روغتون ته په ډیر نازک روغتیايي حالت کې یوړل شوه،‌ چیرې چې درې ورځې وروسته یې د مړینې خبر خپور شو.

د اروپايي پارلمان مشرې روبرټا متسولا ددغه جایزې د اعلانولو پر مهال وویل: "د ۲۲ کلنې مهیسا امیني وحشیانه وژنه د بدلون یو مهم پیل و. دغه بدلون د ښځو په مشرۍ یو تاریخي خوځښت را وپاراوه."

میتسولا وویل، چې د "ښځه، ژوند، ازادي" شعار د ټولو هغو کسانو د یو موټي کېدو لپاره یوه داعیه او غږ دی، چې په ایران کې د مساوات، برابرۍ او ازادۍ لپاره مبارزه کوي."

د سخاروف جایزه مهسا امیني ته دوه اوونۍ وروسته له هغې اعلان شوه، چې د نوبل د سولې جایزه په ایران کې د بشري حقونو فعالې نرګس محمدي ته په دغه هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په خلاف د هغې د مبارزې په خاطر ورکړل شوه.

د تېر کال د سپټمبر په ۱۶مه، د مهسا امیني له مړینې وروسته، ایران د پراخو مظاهرو شاهد و. د ایران حکومت دغو مظاهرې او لاریونونو ته د "بلوا" نوم ورکړ او سخت یې وځپل. دا مظاهرې او لاریونونه د ۱۹۷۹ کال تر انقلاب وروسته یو له هغو سترو ننګونو څخه وو چې د ایران رهبري ورسره مخامخ شوې ده.

د سخاروف جایزې په وروستي نوملړ کې د نیکاراګوا د بشري حقونو دوه مدافعین، ویلما نونیز او رولانډو حوزې او د سقط جنین د حقونو درې فعالانو، د پولنډ جسټاینا وډرزینسکا، د ایل سلواډور مورینا هیریرا، او د متحده ایالاتو کولین مک نیکولاس نومونه شاملې وې.

د اروپا پارلمان د بشري حقونو جایزه، چې د فکر د ازادۍ لپاره د سخاروف جایزې په نوم هم یادیږي د ۱۹۸۸م کال راهیسې د اروپا پارلمان لخوا هر کال هغو اشخاصو یا ټولنو ته ورکول کیږي، چې د بشري حقونو او بنسټیزو بشري ازادیو څخه دفاع کوي.

دغه جایزه تېر کال د اوکراین خلکو ته د روسیې د پوځي یرغل په وړاندې د مقاومت له امله ورکړل شوه.

د سخاروف معتبره نړیواله جایزه د روسیې فزیک پوه او فعال اندری دیمیتریویچ سخاروف (روسیې د اټوم بم پلار) په نوم نومول شوې ده.

له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، سخاروف د یوه نړیوال پلاوي په ترکیب کې د جاپان د هیروشیما د اټومي بم په اړه څېړنه وکړه او په ۱۹۵۲ کال کې یې د هایدروجن لومړی بم اختراع کړ.

خو د دغه بم د تخریبي اغیزو پر پوهیدو وروسته، هغه د اټومي وسلو له کلکو مخالفانو او د اټومي بې وسلې کولو فعال شو. نوموړي په دې برخه کې د خپلو هڅو لپاره په ۱۹۷۵ کال کې د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړه.

د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سیاسي مخالف الیکسي ناوالني، د بیلاروس حکومت مخالفینو، د سویلي افریقا پخوانی ولسمشر نیلسن منډیلا، پاکستانۍ فعاله ملاله یوسفزۍ، نادیه مراد او لامیه حاجي بشار دوه یزیدي مېرمنو او د وینزویلا دیموکراتیک مخالفینو د سخاروف جایزه ترلاسه کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG