د پاکستان په یو شمېر ښارونو کې د ښځو د نړیوالې ورځې په پلوۍ او ضد مظاهرې او غونډې وشوې او د یو بل په ضد یې شعارونه ورکړل.
د یکشنبې په ورځ ( مارچ ٨) په اسلام اباد کې د ښځو د حقونو شاوخوا ۱۰۰۰ فعالان راټول شوي وو او په دغې مردسالارې ټولنې کې یې د ښځو لپاره "لا ډېر حقونه او مساوات" غوښتل.
د مظاهرې یوې ۵۵ کلنې ګډونوالې طاهرې مریم وویل: "په پاکستان کې نارینه ښځې خپل ملکیت ګڼي. د خپلو حقونو غوښتل کوم غلط کار نه دی."
په پاکستان کې داسې پېښې ډېرې شته چې ښځې د ننګ او ناموس په نامه وژل کیږي او "قاتلان نه محاکمه" کیږي. د ښځو د حقونو فعالانو تېرکال په همداسې غونډو کې یو لړ شعارونه لېږدول چې په کې لیکلي وو: "زما وجود، زما خوښه. خپل د تذکیر د آلې تصویر دې ځان سره وساته." دغو شعارونو بیا یو لړ انتقادونه هم وپارول.
په اسلام اباد کې د یکشنبې په ورځ د هغه پارک تر څنګ چې د ښځو د حقونو فعالان په کې راغونډې شوي وو، د یو اسلامپاله ګوند سلګونو ښځو هم د "فیمینستانو ضد" مظاهره وکړه.
دا ښځې چې په حجابونو کې راغلې وې پر نورو ښځو یې انتقادونه کول چې د نورو په خوښه په پاکستان کې ښځو ته حقونه غواړي. دوی شعارونه ورکول: "زموږ وجود د الله انتخاب" دی.
د دغه اسلامپاله ګوند یوې ۳۳ کلنې غړې عصمت خان د فرانسې خبري اژانس ته وویل: "د یهودیانو د لابي ګروپونو او نا حکومتي ډلو د ښځو د حقونو فعالانې زبېښاک کړي دي. موږ آزاد یو او د شرعیت مطابق ژوند کوو."
پر اسلام اباد سربېره د لاهور په ښار کې هم سلګونه ښځې راټولې شوې وې او د مارچ اتمه ورځ یې د ښځو د حقونو په غوښتلو ولمانځله. دوی شعارونه ورکول: "زما حق ماته راکړه. موږ ازادي غواړو."
په کراچي کې هم د ښځو د حقونو فعالان راټول شوي وو او مساواتو غوښتنه یې کوله. د دې تر څنګ د پاکستان په ټولنیزو رسنیو کې هم زرګونو کسانو د ښځو د ورځې په پلوۍ او ضد تبصرې او لیکنې کړي دي. د "ښځونړیواله ورځ دې مبارکه" وي او "زما حجاب زما انتخاب" په په پاکستان کې په ټویټر کې ترټولو ډېر کارول شوي دي.