د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: د جنوبي چین په سمندرګي کې پوځي تحرکات نه منو


د امریکا د دفاع وزیر جم مټیس د جون په دریمه په سنګاپور کې د شنګریلا ډیالوګ شپاړسمې غونډې ته د وینا پر مهال
د امریکا د دفاع وزیر جم مټیس د جون په دریمه په سنګاپور کې د شنګریلا ډیالوګ شپاړسمې غونډې ته د وینا پر مهال

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر جم مټیس چې په سنګاپور کې یې د شنګریلا ډیالوګ په نامه د آسیا-اوقیانوس د سیمې د دفاع وزیرانو په کلنۍ غونډه کې خبرې کولې له اټومي وسلو نه د کوریا د ټاپو وزمي د پاکولو په اړه د چین سیاست وستایه، خو د جنوبي چین په سمندرګي کې د ټاپوګانو د پوځي کولو په اړه یې د بیجنګ پر ساختماني فعالیتونو سخته نیوکه وکړه.

ښاغلي مټیس وویل چې متحده ایالات له هغو هیوادونو سره مخالف دی چې مصنوعي ټاپوګان پوځي کوي او په سمندر کې د هغو ځایونو په اړه ادعا لري چې له نړیوالو قوانینو سره سمون نه خوري.

هغه ټینګار وکړ "مونږ په اوسني حالت کې یو اړخیز او جبري بدلونونه منلی نشو او نه به یې ومنو".

د امریکا د دفاع وزیر په خپلو خبرو کې چين ته په اشارې وویل چې بیجنګ نړیوال قوانین له پامه غورځوي، د نورو هیوادونو له ګټو نه کرکه لري او د همکارۍ په فضا کې د ستونزو حل نه مني.

ښاغلي مټیس وویل "په داسې حال کې چې د نړۍ د دوو سترو اقتصادي ځواکونو په توګه د متحده ایالاتو او چین ترمنځ باید سیالي موجوده وي، خو شخړه حتمي نه ده".

ښاغلي مټیس دا خبرې په داسې حال کې وکړي چې استازو د غونډې دمخه تمه درلوده هغه به د سیمې په اړه د نوي ولسمشر ژمنه په ښه توګه روښانه کړي.

د شنګریلا ډیالوګ د غونډې څیړونکي ویلیم چونګ وویل چې د پوځي لګښت او وړتیا له پلوه د آسیا اوقیانوس سیمه په چټکه د ودې په حال کې ده، خو زیاته یې کړه نه پوهیږي چې د نړۍ په دغه سیمه کې به د دفاع او امینت په هکله د امریکا د نوې ادارې موقف څه وي.

که بیجنګ یې خوښوي یا یې نه خوښوي، د چین له خوا په وروستیو وختونو کې د جنوبي چین په سمندرګي کې د مصنوعي ټاپوګانو جوړول د پام وړ موضوغ شوې ده.

د آسیا په چارو کې د نړیوالو ستراتژیکو څیړنو اجرائیوي رئیس ټیم هکسلي وايي "که څه هم په اوس وخت کې دا یوه غوره موضوع نه ده، خو ددې معنی دا نه ده چې سږکال د جنوبي چین په سمندرګي کې چوپتیا وه. چیناینان په پرله پسې توگه هلته خپلو ساختماني چارو ته دوام ورکوي".

د چین په دغو هڅو کې د هغو مصنوعي ساحلي ځایونو پوځي کول شامل دي چې له هغو اوبو سره پراته دي چې د سیمې د هیوادونو ترمنځ سختې لانجې پرې روانې دي.

د امریکا د دفاع وزیر جم ماتیس همدا راز د خپلو خبرو پر مهال وویل چې د شمالي کوریا له خوا د اټومي وسلو د پروګرام تعقیبول ټولو ته یو څرګند ګواښ دی.

هغه وویل "جمهور رئیس ټرمپ څرګنده کړې ده چې د صبر او حوصلې وخت تیر شوی دی او متحده ایالات د ملي امنیت له پلوه د شمالي کوریا ګواښ ته د یو څرګند او موجود خطر په توګه ګوري".

XS
SM
MD
LG