د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو په شمالي کوریا بندیزونه پراخ کړل


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرون د جمعې په ورځ ( جون ۲) په شمالي کوریا باندې اقتصادي بندیزونه پراخ کړیدي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغه پریکړه لیک د شمالي کوریا د ملګري هېواد چین او د امریکا تر منځ د یوې موافقې د لاسلیک کیدو نه وروسته تصویب کړی.

امریکا په چین باندې فشار اچوو چۍ په شمالې کوریا د اتومي وسلو د پروګرام د مخنیوي لپاره فشار زیات کړي.

د تیرو څو اونیو راهیسې د ملگرو ملتونو د امنیت په شورا کې د شمالي کوریا د بندیزونو د کمیټې غړو د ملگرو ملتونو د غړو هیوادونو د مشرانو سره ملاقاتونه کول چې په پیونگ یانگ دغه بندیزونو ته عملي بڼه ورکړي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نکي هیلې د امنیت شورا ته په وینا کې وویل "امریکا به د دی مسلې د حل لپاره سوله ایزې او دپلوماتیکې لارو چارو لټولو ته دوام ورکړي".

خو اغلې هیلي دا هم وویل چې امریکا د دپلوماتیکې لارو چارو سره سره د شمالي کوریا د تجاوز د ځواب نورې لارې هم لري.

ښاغلي ټرمپ څو وارې ژمنه کړیده چې شمالي کوریا به دی ته پرې نږدي چې په امریکا د اتومي توغندېو حمله وکړي. هغه ویلي دي چې په ټولو لار چارو غور کوي چې پکې په شمالي کوریا حمله هم شامله ده.

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا په ٢٠٠٦ کال کې په شمالي کوریا په لومړني ځل بندیزونه ولگول. شمالي کوریا د هغې بندیزونو نه وروسته پنځه اتومي ازموینې کړیدي او اوس وایي چې د اتومي وسلو نورې ازموینې هم کوي. ملگري ملتونو د شمالي کوریا د اتومي وسلو د خطر د مخنیوي په هدف په هغه هیواد باندې اقتصادي بندیزونه سخت کړیدي

XS
SM
MD
LG