د لاس رسي وړ اتصالات

مککال: د غندنې وړ ده چې د امریکا د مالیه ورکوونکو پېسې د طالبانو په شان د یوې 'ترهګرې' ډلې جیبونو ته ځي


مایکل مککال
مایکل مککال

د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو د خونې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال وايي چې سپېنه ماڼۍ باید افغانستان ته د استول کېدونکو مرستو لا ډېر نظارت وکړي.

دا څه موده مخکې د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د متحدو ایالتونو ځانګړي سرمفتش [سیګار] د امریکا کانګرس ته راپور ورکړ چې طالبان د افغانستان سره د امریکا او ملګرو ملتونو له مرستو ناوړه ګټه اخلي او د مرستو په چارو کې مداخله کوي.

د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال د دغه راپور په غبرګون کې د چهارشنبې په ورځ اګست نهمه (زمری۱۸) یوه اعلامیه خپره کړه. هغه په اعلامیې کې ویلي‌ دي: «دا د غندنې وړ ده‌ چې د امریکا د مالیه ورکوونکو پېسې د طالبانو په څېر د ترهګرې ډلې جیبونه ډکوي، [هغه ډله] چې ښځې او نجونې ځوروي، القاعده او نورې ترهګرې ډلې تمویلوي، د دیني اقلیتونو په ضد قساوتونه کوي او هره ورځ د بشري‌ حقونو څخه سرغړونې کوي.»

نوموړي‌ ویلي‌ دي چې د جوبایډن له حکومت څخه یې غوښتي په دې اړه وضاحت ورکړي چې څنګه د افغانستان د خلکو سره مرستې کوي‌ چې د طالبانو لاسونو ته ورنشي، وايي سپېنې ماڼۍ لا په دې اړه ځواب ورکړی نه دی.

مککال په خپلې اعلامیې کې همدغه راز ویلي‌ دي چې د مۍ په میاشت کې یې د امریکا د متحدو ایالتونو پراختیايي ادارې ته هم له افغانستان سره د مرستو د څرنګوالي په اړه لیک استولی، خو تراوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د امریکا دغه قانون جوړوونکي ویلي دي‌ چې د سیګار راپور د بایډن حکومت ته له «افغانستان سره د مرستو د شفافیت اړتیا په ډاګه کوي».

تېره میاشت د سیګار مشر جان ساپکو د لندن د کینګز په کالج کې د خبرو په مهال وویل چې په افغانستان کې د طالبانو د تش په نوم حکومت له لوري د نړیوالو بشري مرستو د انحراف او په مرستو باندې د دغې ډلې د کنترول په اړه یې کانګرس ته معلومات ورکړي دي.

نوموړي‌ د دغو معلوماتو په اړه نور جزیات ورنکړل، خو زیاته یې کړه چې د استازو خونې د بهرنیو اړیکو کمېټې ترې پوښتلي تحقیقات وکړي چې طالبانو د امریکا له مرستو څخه ګټه اخیستې ده که نه.

هغه وویل:«زیات امریکایي قانون جوړونکي‌ اندېښمن دي، چې افغانانو سره «د بشري مرستو څومره اندازه هغه رژیم ته ځي، چې موږ ترې کرکه لرو.»

فارین پالیسي هم د جولاۍ په ۲۴ نېټه د امریکا د پراختیایي ادارې د مقاماتو له خولې لیکلي‌ وو چې د طالبانو حکومت هڅه کوي نړیوالې مرستې رهبري کړې او له دې لارې ګټه وټه ترلاسه کړي. د فارین پالیسي په راپور کې راغلي وو: «داسې ښکاري چې طالبان د ملګرو ملتونو سیستم ته د عوایدو [ګټې] د یو بل بهیر په سترګه ګوري، داسې بهیر چې دا ډله پرې د انحصار او کنترول لټه کوي.»

هغه وخت د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد ضیا تکل رسنیو ته د ویدويي پیغام له لارې د فارین پالیسي دا راپور رد کړ. هغه ویلي وو: «دا ادعاوې له واقعیتونو سره په ټکر کې دي او موږ یې په کلکه ردوو... په دغه راپور کې هڅه شوې چې د نړیوالو مرسته کوونکو ادارو د بدنامولو لپاره تورونه ولګول شي او متحدو ایالتونو په افغانستان کې د بشري ستونزو د مسئول په توګه خپلو نړیوالو ژمنو ته شا کړی او خپل اقدامات یې توجیه کړي دي.»

سیګار تر دې مخکې هم راپور ورکړی و چې ملګرو ملتونو په ۲۰۲۲ کال کې په مرستو کې د طالبانو د مداخلې لسګونه پېښې ثبتې کړې او د طالبانو دا کړنې له افغانستان سره بشر دوستانه مرستې له ګواښ سره مخامخ کړي دي.

نوموړي د اپریل په میاشت کې د نظارت د کمېټې په یوې استماعیه غونډې کې وویل: «متاسفانه، څنګه چې نن دلته ناست یو،‌ نشو کولای دې کمېټې او امریکايي مالیه ورکوونکو ته ضمانت ورکړو چې طالبان نه تمویلوو.» نوموړي همدغه راز امریکایي قانون جوړوونکو ته ویلي وو دا ډاډ نشي ورکولای چې د افغانستان د بې وزله خلکو سره د امریکا مالي مرستې به د طالبانو لاس ته نه ورځي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG