د لاس رسي وړ اتصالات

په قطر کې د طالبانو له پلاوي سره د امریکايي چارواکو د غونډې په اړه غبرګونونه


د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو له پلاوي سره د امریکايي ډپلوماټانو ناسته، د سیاسي او مدني فعالانو او د ټولنیزو شبکو کاروونکو له پراخ غبرګون سره مخ شوې ده.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي تامس ویسټ، د افغان میرمنو، نجونو او بشري حقونو لپاره ځانګړې استازې رینا امیري او په قطر کې د افغانستان ماموریت لپاره د متحده ایالاتو د سفارت شارژدافیرې کرن ډیکر، د جولای په ۳۰مه او ۳۱مه نېټه، د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو له پلاوي سره چې مشري یې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، مولوي امیرخان متقي کوله، وکتل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې غونډه کې د بشري حقونو، له افغانستان سره بشري مرستې، له ترهګرۍ او نشه یي توکو سره مبارزه، د باور رامنځته کول او له طالبانو څخه د امریکا د اتباعو ازادول د بحث له مهمو موضوعاتو څخه وو.

طالبانو ویلي چې پدې دوه ورځنۍ غونډې کې "د دواړو لوریو تر منځ د اعتماد جوړونې، په دغه لاره کې د عملي ګامونو اخیستلو، تورو لیستونو او بندیزونو لیري کولو، د افغانستان بانک زیرمو ازادولو، د افغانستان اقتصادي ثبات ساتلو، مخدره موادو پر خلاف د مبارزې او بشري حقونو پر موضوعاتو خبرې وشوې ."

یو شمېر فعالانو او د ټولنیزو شبکو کاروونکو په دې غونډه او په ځانګړې توګه د رینا امیري پر ګډون سختې نیوکې کړې دي. مېرمن اميري تېر کال ويلي و، له طالبانو سره به هغه مهال خبرې اترې وکړي چېدغه ډله په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د تامين په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.

میرمن اميري پر خپل ټويټر‌ پاڼۍ (ایکس) په څو پرله پسې پيغامونو کې په دې غونډه کې د خپل ګډون د لاملونو په اړه لیکلي: " د افغانانو او بشري حقونو د ملاتړو د پراخو غوښتنو له امله چې وايي په بشري چارو په ځانګړې توګه پر ښځو او انجونو د افراطي بندیزونو په اړه باید له طالبانو سره تعامل وشي، له خپلو همکارانو سره یوځای، طالبانو سره خبرو ته کښېنستم. "


خو په افغانستان کې یو شمېر فعالانو او دسیاسي او مدني‌ جریانونو په رینا امیري نیوکې کړي او ځینو یې هغه له طالبانو ته په لابي کولو تورنه کړې ده.

د «افغانستان د ځواکمنو ښځو اصلي غورځنګ» بنسټ ایښودونکې مونسه مبارز ویلی چې، افغان مېرمنو رینا امیري ته وکالت نه دی ورکړی چې د دوی په استازیتوب دې خبرې وکړي.

اغلې مبارز پر خپل ټويټر‌ پاڼۍ (ایکس) کې لیکلي: "رینا امیري په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالتونو د ګټو استازې ده، نه د هغو ښځو استازې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د معاملې قرباني شوې دي. د مېرمن امیري ادعا کاملا درواغ دی او د افغانستان هیڅ یوې مېرمنې هغې ته خپل وکالت نه دی ورکړی ترڅو په افغانستان کې د معترضو میرمنو له ادرسه دې له طالبانو سره خبرې وکړي."

یو افغان خبریال مختار وفايي،‌ میرمن امیري د طالبانو په ګټه په"لابي" تورنه کړې او په ټولنیزو شبکو کې یې د هغه پیغامونه "تیر ایستوونکي" وبلل.


د افغان ښځو د حقونو یوې بلې فعالې مینا رفیق پر خپل ټويټر‌ پاڼۍ (ایکس) کې لیکلي:"زه مینه رفیق، د یوې فعالې او د بشري حقونو او د افغان ښځو د حقونو د مدافعې په توګه، هېڅکله مې له رینا امیري نه دي غوښتي چې زما هېواد او زما خلک له ترهګرو طالبانو سره معامله کړي. "

د ښځو د حقونو فعاله او افغان لیکواله، حمیرا قادري پر خپل ټويټر‌ پاڼۍ (ایکس) کې لیکلي:"ریناجانې، تاسو او ما د سهار تر یوې بجې پورې په هرات کې د بشري حقونو له ګڼ شمیر فعالانو سره خبرې وکړې.دوی ټولو له تاسو او زما څخه وغوښتل چې ددوی غږ واوسو او له طالبانو سره معامله ونکړو، خو تاسو ولې د دوی هیلې کټ مټ هغه شان کړل چې تاسو او ستاسو حکومت غوښتل؟"

په ورته وخت کې، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي تامس ویسټ، د ټويټر‌ (ایکس) له لارې په یوه پیغام کې د طالبانو له استازو سره خبرې "مشرح او روښانه" ګڼلي او د "افغانستان د خلکو ملاتړ او ګټو خوندي کولو" لپاره یې ددې خبرو دوام پر اړتیا ټینګار کړی دی.


د "افغانستان د ملي مقاومت جبهې" چې د طالبانو یوه مخالفه جبهه ده، له طالبانو سره د سیاسي ښکېلتیا پر ځای د هغو کسانو پر ملاتړ یې ټینګار کړی چې له طالبانو سره جګړه کوي.

ددغه جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول علي میثم نظري په ټويټر‌ (ایکس) لیکلي دي:" تعامل او ډیالوګ باید د طالبانو تروریستي ډله دې ته اړ کړي چې د نړیوالو معیارونو په منلو سره او د افغانانو د ارادې پر بنسټ د یو مشروع حکومت جوړولو ته غاړه کیږدي، ترهګرۍ او افراطیت ته نه ووايي.... د داسې بدلونشواهد باید په تیرو کلونو کې څرګند شوي وای."

نظري همداراز ویلي دي چې د ډپلوماټیک تعامل له لارې او له پوځي فشارونو پرته د دغې ډلې (طالبانو) د بدلیدو تمه «یو خوب او خیال» دی.


بلخوا د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر مایکل مک کال، له طالبانو سره د ټام ویسټاو امیري پر لیدو کتو نیوکه وکړه او ويلي یې دي چې امریکا او نړۍ باید د طالبانو د رژیم د عادي کولو په برخه اقدام ونکړي. د ویسټ او اميري د سفر له پيل څخه دوه ورځې وړاندې ښاغلي مک کال د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن ته يو ليک ولېږه چې په کې ويل شوي وو چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته د امريکايي چارواکو د سفر سره مخالف دى.

مک‌کال پدې لیک کې په قطر کې د طالبانو سره د امریکایي مقاماتو لیدنې ته په اشارې دا هم ویلي: "دا اونیزې لیدنې د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د اړین تعامل څخه زیاتې دي."

وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان واک تر لاسه کړ، دوی د ښځو د کار او زده کړې پر حق سخت محدودیتونه وضع کړل. دوی د منځنیو او لوړو ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ وتړلې او همدارنګه یې د ملګرو ملتونو د دفتر په ګډون په دولتي او غیر دولتي ادارو کې ښځې او نجونې له کار کولو منعې کړې.

دغه ډله اوس هم له محرم پرته تفریحي پارکونو، عامه حمامونو او سپورتي کلبونو ته د ښځو پر تګ بندیز لګولی او په دې وروستیو کې یې په ټول افغانستان کې ښځینه سینګارتونونه هم وتړل.

بلخوا نړیوالې ټولنې په پرله پسې توګه ټینګار کړی دی، که چیرې طالبان مشروعیت غواړي، نو لومړی باید د ښځو او لږکیو د حقونو په ګډون د بشري حقونو درناوی وکړي او یو ټول شموله حکومت جوړ کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG