د لاس رسي وړ اتصالات

ډبلیو اف پي: نژدې یو میلیون افغانانو سره مو مرستې کړي


د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) وايي چې د تیرې مارچ میاشتې راپدېخوا یې د افغانستان په شمال، جنوب او مرکز کې له نژدې یومیلیون کسانو سره د خوراکي او غیر خوراکي موادو مرسته کړې ده.

یاد بنسټ نن چهارشنبه مۍ څلورمه (غوايي ۱۴) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په دغه موده کې په بغلان، کابل او نیمروز ولایتونو کې له ۹۰۹۶۶۸ کسانو سره مرسته کړې ده.

دغه سازمان ویلي چې په تیره اونۍ یې د افغانستان شمال کې د بغلان ولایت په بنو ولسوالۍ کې ۱۳۲۸ کورنیو ته رسیدګي شوې ده.

د خوړو نړویوال پروګرام د معلوماتو په اساس په مارچ میاشت کې په ټول بغلان ولایت کې پر ۳۷۹۷۲۹ کسانو باندې اړینې مرستې وېشل شوي دي.

دغه سازمان همدارنګه تیره اونۍ د افغانستان جنوب د نیمروز ولایت په چخانسور ولسوالۍ کې له ۱۶۳۰ کورنیو سره د مرستې خبر ورکړی دی.

په بیان کې راغلي چې د ۲۰۲۲ میلادي کال په مارچ میاشت کې په ټول نیمروز ولایت کې پر ۱۵۳،۸۰۰کسانو باندې اړینې مرستې وېشل شوي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام زیاتوي چې تیره اونۍ یې د افغانستان په مرکز کابل کې هم له ۶۰۰ کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي موادو مرسته کړې ده.

دغه سازمان ویلي چې په تیره مارچ میاشت کې په ټول کابل کې ۳۷۶،۱۳۹ کسانو ته رسیدګي کړې ده.

په افغانستان کې له اړمنو کورنیو سره په داسې مهال دغه مرستې کیږي چې د ملګرو ملتونو د معلوماتو په اساس اوس مهال په دغه هیواد کې ۲۳ میلیون وګړي له سختې لوږې سره مخ دي او ۹۵ سلنه خلک کافي خواړه نلري. دغه سازمان همدارنګه ویلي چې ۱۰ میلیون ماشومان د ژوندي پاتې کېدو لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته له دغه هیواد سره د نړیوالې ټولنې د مرستو په کمېدو، د بېکارۍ کچې زیاتېدو په دغه هیواد کې د اقتصادي بحران زیاتېدو په اړه راپورونه ورکړل شوي دي. ملګرو ملتونو مخکې ویلي وو که له اړمنو افغانانو سره مرستې ونشي شاوخوا ۹۷سلنه نفوس به له بد بشري وضعیت څخه اغېزمن شي.

دا په داسې حال کې ده چې په تیره وري میاشت کې د ملګرو ملتون، جرمني، قطر او انګلستان لخوا له افغانستان سره د بشري مرستو را جلبولو په اړه یو انلاین کنفرانس تر سره شو. په دغه کنفرانس د ۲۰۰۲ میلادي کال لپاره له افغانستان سره د ۲.۴ میلیارد ډالرو مرستې ژمنه وشوه، په داسې حال کې ملګرو ملتونو ویلي چې په دغه هیواد کې بشري بحران ته د رسېدو لپاره ۴.۴ میلیارډ ډالرو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG