د لاس رسي وړ اتصالات

ریچادر بنت: د افغان نجونو د تعلیم لپاره مبارزه جرم نه دی، طالبان دې پریسا پرېږدي


 پریسا مبارز
پریسا مبارز

د «افغانستان د ځواکمنو ښځو اصلي غورځنګ» په تخار ولایت کې د طالبانو حکومت لخوا د ښځو حقوقو یوې فعالې د نیول کېدو خبر ورکړی دی او وايي چې تر دا مهاله یې برخلیک معلوم نه دی.

د دغه غورځنګ بنسټ ایښودونکې مونسه مبارز د یکشنې په ورځ فبرورۍ ۱۲ (سلواغې ۲۳) امریکا غږ ته وویل چې د ښځو د حقوقو دغه فعاله پریسا مبارز نومیږي او تېره ورځ سهار د تالقان په ښار کې له خپل ورور سره یو ځای طالبانو نیولې ده.

د هغې په خبره، پریسا مبارز په تخار ولایت کې د «افغانستان د ځواکمنو ښځو اصلي غورځنګ» مسؤلیت په غاړه لاره او په دې وروستیو کې د طالبانو د «سختو سیاستونو» په وړاندې په تخار ولایت کې څو مظاهرې تر سره کړي وې.

هغې زیاته کړه: "ټول معترضان او د طالبانو منتقدین له یوه جدي ګواښ سره مخ دي د کابل او تخار په ګډون نورو ولایتونو کې. زما په باور دغه نیونې شاید زیاتې شي،ځکه چې موږ د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ په مخکي لرو.په دغه ورځ به د طالبانو په وړاندې غږونه زیات شي."

دغه مېرمنې زیاته کړه چې پر طالبانو د نړیوالې ټولنې د فشارونو سره سره، هغوی په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې محدودیتونه زیات کړي دي.

پر همدې مهال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیت په تخار کې د طالبانو حکومت لخوا د پریسا نیول کېدو په اړه اندېښنه ښودلې او د هغې د خوشي کولو غوښتنه یې کړې ده.

ریچارد بنیت پر خپل ټویټر پاڼه د طالبانو دغه اقدام غندلی دی او ویلي یې دي چې د ښځو او نجونو د زده کړو د حق په اړه د غږ پورته کول جرم نه دی او هغوی باید خپل غږ پورته کړي.

د طالبانو حکومت تر دا مهاله په تخار ولایت کې د پریسا مبارز په نوم د ښځو حقوقو فعالې د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې په کابل کې د طالبانو حکومت لخوا د یو شمېر ښځینه معترضو مېرمنو د نیول کېدو راپورونه ورکړل شوي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا (یوناما) مخکې د طالبانو حکومت لخوا د ښځو حقوقو د فعالینو د نیول کېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

XS
SM
MD
LG