د لاس رسي وړ اتصالات

حقاني: اوسنی حالت د زغم ندی 'انحصار او د نظام بدنامه کول زموږ د فکر په اساس بدل شوی'


د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په هغه ویدیو کې چې د شنبې په ورځ فبروري ۱۱ (سلواغې ۲۲) په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې په خپله تازه وینا کې چې ظاهرا اشاره یې خپل حکومت ته ده د 'قدرت په انحصار او د نظام په ننګولو' انتقاد وکړ.

نوموړي په خوست ولایت کې د وینا پر مهال پرته له دې چې د چا نوم واخلي ویلي:" نن ځانونه دومره حقداره بولو چې خپله رایه او خپل فکر دومره راباندي حاکم شوی چې د ټول نظام ننګول، هدف کول، بدنومي کول، منحصر کول مو په مزاج کې په یو ابتکار او اساس بدل شوی دی."

دا لومړی ځل ندی چې یو جګپوړی طالب مشر ظاهرا په خپلو منځونو کې له اختلافاتو پرده پورته کوي، تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي هم له طالبانو او عوامو خلکو غوښتي وو چې د «حاکمانو هره خبره» په پټو سترګو ونه مني.

ښاغلي ستانکزی‌ په لوګر کې د یوې مدرسې په فراغت غونډې کې، چې ویډیو یې د جنوري په لسمه خپره شوه ویلي وو چې د طالبانو مشران «پیغمبران او صحابه» نه دي، بلکې د «شلمې او یوېشتمې پېړۍ خلک دي.. هر څوک که حاکمیان دي، که والیان دي، که امنیه قومندانان دي، که وزیران دي، که رئیس جمهور دي که هر څوک دي... سهوې کوي، خطاوې کوي...».

نوموړي‌ د کوم کس نوم وانخیست خو په غیر مستقیم ډول یې د طالبانو ترمنځ اختلافاتو ته اشاره وکړه او په طالبانو او عوامو یې غږ وکړ که رهبري ته غلطه مشوره ورکول کېږي، « یو څوک یې غلط پوه کړي او ‌غلطي وکړي، دا د هر مسلمان او هر فرد حق دی چې خپلې رهبري ته ووايي چې دغه کار دی خلاف د شرعیت دی».

دغه څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې طالبانو واک ته له رسیدو وروسته پر میرمنو او نجونو سخت قیودات وضع کړي دي.

نړیواله ټولنه په افغانستان کې تعلیم او کار ته د ټولو میرمنو او نجونو په لاسرسي، د همه شموله حکومت په جوړیدو، د افغانستان له خاورې څخه د نورو هیوادونو په وړاندې د نه استفادي، د اقلیتونو حقونو ته په درناوي ټینګار کړی دی.

سراج الدین حقاني وویل، دا د هغوی مسولیت دی چې ملت ځانته نږدې کړي او د هغوی پر ټپونو مرحم کیږدي.

نوموړی زیاته کړه:"د ولس په کوتاهۍ او نیمګړتیاوو چې زه د وخت واکدار یم او په اصلاحي نظر ورته ونه ګورم، زه دده په زخم پټۍ کینږدم نو څوک شته دلته."

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې، په دې وروستیو کې د طالبانو ترمنځ داخلي مخالفتونه زیات شوي دي. له دې مخکې غربي چارواکو هم ویلي وو چې د طالبانو د رهبري شورا اصلي تصمیم نیوکي په کندهار کې دي نه د ستانکزي په شان کسان.

تر دې مخکې د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو شارژافیرې کرن ډکر یو شمیر خبریالانو ته ویلي وو چې د طالبانو د حکومت پریکړې په کندهار کې کیږي او د هغې په وینا د طالبانو هغه څیرې چې له غربیانو سره په تماس کې دي، تصمیم نیونکي ندي.

په ظاهره یو ستر مورد چې ویل کیږي طالبان پرې اختلاف لري هغه د نجونو او میرمنو د تعلیم مسله ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي تر اوسه څو ځله د نجونو د تعلیم په ارتباط د طالبانو د مشرانو په پریکړو ښکاره انتقاد کړی دی.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د دویم ځل لپاره واک ته له رسیدو وروسته، د طالبانو حکومت تر اوسه د هیڅ هیواد له خوا په رسمیت پيژندل شوی ندی بلکې امریکا پر یو شمیر طالب چارواکو تازه د ویزو محدودیتونه هم لګولي‌ دي.

XS
SM
MD
LG