د لاس رسي وړ اتصالات

رینا امیري د قطر له چارواکو سره د افغان نجونو د زده کړو د 'تقویې او ملاتړ' په اړه غږېدلې


د افغان نجونو او ښځو د بشري حقونو په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازې رینا امیري د قطر د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې "لوله الخاطر" او یو شمېر نورو چارواکو سره د افغان نجونو او ښځو د زده کړو د ملاتړ د هڅو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړي دي.

اغلې امیري د سې شنبې په ورځ فبرورۍ ۱۴ (سلواغې ۲۵) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې له اغلې لوله الخاطر سره یې په دې اړه خبرې کړي چې څنګه کولای شي د افغان نجونو د زده کړو د ملاتړ په اړه د هغې او اندونیزیا د بهرنیو چارو د وزیرې "ورتنو مرسودي " هڅې نورې هم پیاوړي کړي.

نوموړې د افغان نجونو د زده کړو حق په اړه له اغلې الخاطر سره خبرې ګټورې او رغوونکې بللي دي. د ۲۰۲۲ میلادي کال ډسمبر میاشتې پر اتمه (لیندۍ ۱۷) د اندونیزیا په بالي ښار کې د افغان ښځو د تعلیم څخه د ملاتړ په هدف یو نړیوال کنفرانس تر سره شو.

دغه کنفرانس چې د اندونیزیا او قطر له خوا جوړ شوی و ګډونوالو یې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د تعلیم د حق څخه د ملاتړ ترڅنګ د ښځو د زده کړو پر اهمیت ټینګار وکړ.

د دې کنفرانس ګډو‌نوالو ویلي و چې د طالبانو حکومت له‌خوا په افغان نجونو او ښځو وروستیو لګول شویو محدویتونو او بندیزونو پر هغوی ناسمې اغېزې کړي دي.

د افغان ښځو او نجونو او د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي همدارنګه ویلي چې قطر ته د سفر په ترڅ کې د دغه هیواد "ښوونه او روزنه تر ټولو پورته بنسټ" له مسؤلینو سره یې د افغان ښځو، نجونو او هلکانو لپاره یې د تحصیلي بورسونو او فرصتونو د پراختیا په هدف د ځانګړو امکاناتو په اړه خبرې کړي دي.

نوموړې زیاته کړې: "ماته له هغو افغانانو سره تعامل له هر څه څخه ډېر هیله بخښونکي دي، چې د خپلو هېوادوالو او مهاجرو ټولنو لپاره تعلیمي او کاري فرصتونه برابروي. نژدې دوه کاله مخکې دغو ډېرو مشرانو په یوه شپه کې هرڅه له لاسه ورکړل."

د افغان ښځو او نجونو او د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي له نړیوالې ټولنې څخه غوښتې د هغوی کلک ملاتړ وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا د نجونو تر شپږم ټولګي پورته او پوهنتونونو کې د ښځو پر زده کړو تر امرثاني پوري بندیز لګول شوی دی.

د نجونو پر زده کړو د طالبانو حکومت د بندیز پرېکړو پراخ غبرګونونه پارولي دي. د اسلامي همکاریو د سازمان په ګډون ګڼو اسلامي هیوادونو، د ملګرو ملتونو سازمان، د امریکا متحده ایالاتو او ګڼو نورو بنسټونو او سازمانونو له طالبانو څخه غوښتي چې پدې اړه خپله پرېکړه بیرته واخلي او نجونو او ښځو ته د زده کړو اجازه ورکړي.

د طالبانو حکومت تر دې مخکې ویلي و چې دوی د نجونو د زده کړو برخه کې د یو مناسب چاپېریال پر رامنځته کولو کار کوي، د شاوخوا یو کال په تېرېدو سره لا د نجونو پر مخ تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي نه دي پرانیستل شوي.

XS
SM
MD
LG