د لاس رسي وړ اتصالات

په انګولا کې یو ډول لوی او بېساري ګلابي الماس موندل شوي 


ګلابي الماس
ګلابي الماس

په انګولا کې کان کېندونکو یو ډول لوی ګلابي الماس (The Lulo Rose) موندلي دي چې ویل کېږي په تېرو دریو پېړیو (۳۰۰ کالونو) کې یې ساری ندی لیدل شوی.

د «لوکاپا ډایمنډ» شرکت ویلي دي چې دا ۱۸۰ قیراط الماس د انګولا په شمال کې د لولو په کان کې موندل شوي دي.

د انګولا حکومت د دغه کان شریک دی او د دغه الماسو موندل یې ستایلي دي.

د انګولا د طبیعي زېرمو وزیر دیامانتینو ازویدیو وویل چې ددغو الماسو موندل ښکاره کوي چې هېواد یې د کانونو او معادنو له پلوه ډېر غني دی.

ویل کېږي چې دا الماس به د نړیوال بازار په داوطلبئ کې په لوړ قیمت وپلورل شي.

دا الماس باید پرې کړل شي، پاک او صفا شي چې اصلي ارزښت او قیمت یې معلوم شي. په دغې پروسې کې د دغه الماس وزن به هم تقریبآ نیمايي کم کېږي.

په ۲۰۱۷ کې یو امریکايي شرکت په هانګ کانګ کې همداسې یو ګلابي الماس، چې ۵۹.۶ قیراط وزن یې لره، په ۷۱.۲ میلیون ډالرو واخیست.

XS
SM
MD
LG