د لاس رسي وړ اتصالات

محقق: طالبان سولې ته لیوالتیا نلري او موږ هم ځانونه چمتو کوو


حاجي محمد محقق د افغانستان د خلکو د وحدت اسلامي حزب مشر
حاجي محمد محقق د افغانستان د خلکو د وحدت اسلامي حزب مشر

په سیاسي او امنیتي چارو کې د ولسمشر غني ارشد سلاکار او د افغانستان خلکو د وحدت اسلامي ګوند مشر حاجي محمد محقق وايي، طالبان سولې ته لېوالتیا نلري او په وینا یې هغه سولې او جګړې ته چمتووالی نیولی دی.

ښاغلي محقق نن جمعه مۍ ۲۸ (غبرګولې اوومه) په کابل کې یوې غونډې ته وینا کې وویل: "موږ د جګړې شعار نه ورکوو، سولې ته چمتووالی لرو، خو څو ځله مو ویلي چې زموږ مقابل لوری سولې ته هیڅ لېوالتیا نلري... د نړیوالو محاسبه باید داوي چې افغانستان د تروریزم په ځاله بدل نشي، موږ هم ولاړ یو. هم سولې ته هم جګړې ته...، توکل په الله د دولت په څنګ، د اردو په څنګ او د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ د اسلامي جمهوري نظام په خط کې ولاړ یو. نو موږ هم ورو ورو ځان برابر او سمبالوو. خدای ج دي وکړي چې د بلې جګړې لامل نشي."

هغه له طالبانو سره د جګړې لپاره د خپل چمتووالي په اړه نور معلومات ورنکړل،خو زیاته یې کړه چې د جمهوري نظام دفاع لپاره د افغان سرتیرو ترڅنګ ولاړ دی.

په سیاسي او امنیتي چارواکو د ولسمشر غني ځانګړي استازي له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو سره هم مهاله د هیواد وضعیت خراب وباله او تمه یې وښوده چې افغانستان بلې جګړې ته داخل نشي.

پر همدې مهال په افغانستان کې د جمعیت اسلامي ګوند مشر صلاح الدین رباني هم وویل چې افغانستان په یو حساس وضعیت کې دی او پر حکومتي مشرانو باندې په انتقاد سره وویل چې هیواد یې پخپلو ناسمو سیاستونو له انزوا سره مخ کړی دی.

په افغانستان کې د سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې پر داسې مهال ښودل کیږي چې روانه مۍ میاشت له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو لړۍ پيل شوه.

خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني تر دې مخکې ویلي چې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته به دغه هیواد انزوا ته لاړ نشي بلکې له نړۍ سره به د افغانستان د اړیکو یو نوی فصل پیل شي.

XS
SM
MD
LG